افتاب عالم: کرېکټ بورډ زما پر وړاندې پریکړه د شخصي عقدې په بنیاد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم د کرېکټ بورډ پریکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د شخصي عقدې په بنیاد یې له لوبډلې کښېنولی دی.

وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ بورډ افتاب عالم د نظم او ډیسپلن نه مراعاتولو په پار د یو کال لپاره له هر ډول نړیوالو او کورنیو لوبو کښېناوه- افتاب عالم یې په ځواب کې د کرېکټ عمومي رئیس او مهم غړی عاطف مشعل ملامت ګڼلي دي.

د افتاب عالم په وینا چې نن د چهارشنبې په ورځ یې د ډیسپلن کمیټې سره ناسته درلوده او د ډیسپلن نه مراعاتولو په پار یې د پنځه سیالیو څخه کښېنولی او همدا ډول یې پرې نغدي جریمه هم ايښې ده.

د نوموړي په وینا چې د ډیسپلن کمیټې سره یې یاده سزا ومنله، خو د یو کال لپاره د هر ډول سیالیو څخه له لوبډلې کښېنول یې د شخصي عقدې په بنیاد شوي دي.

افتاب عالم پر یاده پریکړه کې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئيس او غړی شکر الله عاطف مشعل ملامت ګڼلي او ویلي یې دي چې له ده سره یې بې انصافي کړې ده، چې دغه پریکړه ورته هیڅکله د منلو نه ده.

افتاب عالم پر خپله فیسبوکپاڼه زیاته کړې چې پر ما لګیدلي ټول تورونه بې بنیاده دي، ددې په اړه مې د کرېکټ نړیوالې شورا ته هم ځواب ویلی او دوی ته مې هم وویل چې زما په اړه هیڅ شواهد نشته، «که زه چیرته مجرم ثابت شوم لکه څنګه چې دوی وایي زه به کرېکټ د ټول عمر لپاره پریږدم».

پر افتاب عالم د نړیوال جام پر مهال تور پورې شوی و چې د لوبډلې نظم او ډیسپلن یې نه دي مراعات کړي، او پر نوموړي د اخلاقي فساد تور هم پورې و، چې له کبله یې نړیوالې شورا په سمدستي ډول له نړیوال جام څخه بهر کړ.

د یادونې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ د جولایي میاشتې په ۱۰مه نېټه د کرېکټ بورډ د نظم او ډیسپلن کمیټې ناسته درلوده چې په پار کې یې افتاب عالم د یو کال لپاره له هر ډول کورنیو او بهرنیو سیالیو څخه کښېنول شو.

نوټ: افتاب عالم له یوه ساعت وروسته پر فیسبوک کړی پوسټ اوس حذف کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د