په فراه کې نیول شوي ایراني عسکر بېرته ایران ته وسپارل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د فراه ولایت چارواکي وايي چې ایراني عسکر چې دوه ورځې مخکې په دغه ولایت کې نیول شوي وو بېرته ایران ته وسپارل شول.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ویلي چې دغه ایراني عسکر سهوا د افغانستان خاورې ته داخل شوي وو او تېره ورځ د څېړنو او په کابل کې د ایران سفارت سره د خبرو اترو وروسته ایران ته انتقال شول.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي ویلي چې دغه ایرانیان تېره ورځ د یوه موټر او داشکا درنې وسلې سره د افغانستان خاورې ته په فراه ولایت کې داخل شوي وو چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

فراه د هرات، نیمروز، غور، هلمند ولایتونو او له ایران سره سرحد لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د