افغانستان

د افغان حاجیانو لومړنۍ ډله نن شپه سعودي ته روانیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغان حاجیانو لومړنۍ ډله نن شپه له کابل څخه سعودي ته روانیږي.

د حج او اوقاف وزارت مسوولین وايي چې لومړني پرواز کې به د کام ایر هوايي شرکت له لارې ۳۱۷ حاجیان سعودي ته انتقال شي.

ټاکل شوې چې سږ کال به ۳۰زره افغانان د حج د مبارکې فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته ولاړ شي.

د حج او اوقاف وزارت د نشراتو مسوول ناصرالدین دریځ وايي چې ۳۰زره حاجیان به سږ کال  د کام ایر هوايي شرکت له لارې د ۸۲میلیونه ډالرو په مقابل کې سعودي ته انتقال شي.

د دريځ په وینا د حاجیانو د سفر مصارف د تېر کال په پرتله سږ کال زیات شوي دي او هر حاجي باید د حج لپاره ۲ زره او ۷۵۰ ډالر مصرف کړي چې په مجموع کې تر ۸۲ میلیونه ډالرو څخه زیات کیږي.

دريځ په وینا سږ کال افغانستان په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د همغږۍ لپاره ځانګړی دفتر لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x