د ابو جهل د ورور د اسلام منلو کیسه

حامد افغان

د مکې د فتحې په ورځ حارث بن هشام او عبد الله بن أبي ربیعه د أم هانئ بنت أبي طالب رضي الله عنها یعني د علي رضي الله عنه خور کره ورغلل، دوی دواړو له هغې نه پناه وغوښتله، ول موږ دواړه ستا په پناه کې یو او هغې پناه ورکړه. په دې وخت کې علي بن ابي طالب راغی، چې حارث او عبد الله یې ولیدل توره یې راوایستله، خو أم هانئ هغوی دواړه ورنه څنګ ته کړل او هغه ته یې غېږ ورکړه، ورته کړه یې: د خلکو منځ کې ته زما سره داسې چلند کوې؟! له دوی دواړو مخکې به ما وژنې. علي ورته وویل: ته مشرکانو ته پناه ورکوې؟! او ووت.

أم هانئ وایي: زه رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ته ورغلم، ورته ومې ویل: یا رسول الله! زما د مور زوی علي پر موږ برید وکړ، ما زما دوو مشرکانو لیورونو ته پناه ورکړ، خو علي په هغو برید وکړ، وژل یې. رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم وفرمایل: هغه باید داسې نه وی کړي، تا چې هر چا ته پناه ورکړې ده؛ موږ هم هغه ته پناه ورکړې ده او زموږ له خوا په امن کې دي. أم هاني وایي: زه هغوی دواړو ته ورغلم، د رسول الله کیسه مې ورته وکړه او هغه دواړه خپلو کورونو ته ولاړل.

رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ته چا وویل: حارث بن هشام او عبد الله پخپلو مجلس ځایونو کې له خپلو مشرانو سره ډېر په غوره کې ناست دي، هغه ورته وفرمایل: هغو دواړو ته موږ پناه ورکړېده، څوک دې څه نه ورته وایي. حارث بن هشام وایي: زه له رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم نه شرمېدم او پټ ورنه ګرځېدلم، ما ته هغه ټول حالات رایادېدل چې ده له مشرکانو سره لیدلی وم، بیا به مې چې د ده موجوده رحمت او مهرباني ولیدله نو هک حیران به شوم.

یو ځل جومات کې ورسره مخامخ شوم، هغه په ورین تندي راته وکتل! او ودرېدی، زه ورغلم، سلام مې ورته وکړ او د حق شاهدي (د شهادت کلمه) مې وویله، په دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه الله لره ستاینې دي چې تا ته یې هدایت وکړ، ستا په څېر خلک داسې نه شوی پاتې کېدلی چې د اسلام فضیلتونه او کرامتونه ونه پېژني.

حارث رضي الله عنه له اسلام منلو وروسته مکه کې اوسېدی، د رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم له وفات وروسته د ابو بکر رضي الله عنه خلافت کې هغه لیک ورته راولیږه او د روم غزا ته یې وغوښت، دی، د ده وراره عکرمه بن ابي جهل او سهیل بن أبي عمرو دریواړه ورغلل، هغوی ډېر ورته خوشاله شول، مینه یې ورکړه او د هغو ډېر عزت یې وکړ. بیا شام ته له رومیانو سره د جګړې لپاره ولاړل او هلته یې څو غزاګانو کې برخه واخیستله، وروسته د هجرت په 18هـ کال شام کې د “عمواس” په نوم وبا کې وفات شو. المستدرک علی الصحیحین للحاکم: ۳۱۷/۳۱۸/۴

ابن حجر رحمه الله وایي: الحارث بن هشام المخزومي د ابو جهل سکنی ورور و، دی د مکې د فتحې په ورځ مسلمان شو، د غوره صحابه کرامو له ډلې وګرځېدی او د شام په فتوحاتو کې شهید شو. فتح الباري ( ج1/ ص 25 )

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی زه چه ستاد لیکنو عنوانونه لولم زړه کی می تیری شی چه دا به حامد افغان صاحب لیکلی وی چه د لیکونکی نوم ته وګورم افغان صاحب لیکلی وی خیال می په حقیقت بدل شی . په هر صورت، د صحابه کرامو د وخت هره قیصه ملغلری دی زمونږ دپاره زده کړه او پندونه دی مګر بیا چه افغان صاحب یی په کومو ادبیانو او جملاتو جوړوی لکه په نظم چه لیکل شوی وی . ماته خو یی لیکنی ځانګړی خوند او زیب لری. خدای دی وکړی چه هغه یا نورو ته… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

جزاک الله خیرا.

zabi
میلمه
zabi

جزاک الله خیرا
زه یوه پوښتنه لرم چه د مکی معظمی ولی غلاف تور دی حکمت یی څه دی ولی نور رنګونه مهربانی به مو وی د جواب په طمعه یم