مولانا صوفي محمد وفات شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د محمدي شریعت د نافذولو تحریک پخوانی مشر مولانا صوفي محمد وفات نن پنجشنبه وفات شوی دی.

د مولانا صوفي محمد کورنۍ د وفات تایید د هغه زوی رسنیو ته کړی دی.

صوفي محمد د پاکستان تحریک طالبان د مشر مولانا فضل الله خسر هم دی. هغه په ۱۹۳۳ز کال کې د پښتونخوا په کوز دیر کې زیږیدلی او په صوابۍ کې د پنج پیر په مشهوره مدرسه کې دیني زده کړې کړې وې.

صوفي محمد په اتیایمو لسیزو کې د جماعت اسلامي مهم غړی و او په ټاکنو کې یې هم برخه اخیستې وه خو وروسته يې د محمدي شریعت د نافذولو تحریک جوړ کړ او د جماعت اسلامي څخه يې لارې جدا کړې.

د ريپورټونو له مخې صوفي محمد په افغانستان د امریکا تر برید وروسته افغانستان ته د جګړې لپاره ولاړ خو وروسته بېرته راستون شو چې د پاکستان د حکومت له خوا بیا ونیول شو.

هغه په ۲۰۰۸ز کال کې هغه بېرته خوشې شو خو کال لا پوره نه و چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هغه ونیو او نهه کال يې په زندان کې واچولو.

صوفي محمد تېر کال د ۸۵ کلنۍ په عمر کې له زندانه بېرته ازاد شو او پر کور کیناست.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انالله و انا اليه راجعون
ښه پوره يی نه پيژنم خو داچی پدی عمر يی د جهاد شوق درلودی او د پاکستانی اسلام ضد کړيو له خوا بندی شوی و جنت الفردوس دی ځای شی .

اجملسم
میلمه
اجملسم

هغه نو ولی په پاکستان کی جهاد نکاوه چی افغانستان ته راته؟ نن تاند ورځپاڼی لیکلی چی په لاهور ۴۵۵ فعالی فاحشی خانی موجودی دی. دا مجاهدین باید اول له خپل کوره جهاد پیل کړی. په هر صورت الله د مغفرت کړی. والسلام