شعـــــرونه

ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

زموږ له شهید ګودر نه شرنګ چې د بنګړو کوچېدی
سندرې مړې ښکارېدې خوند ترې د نغمو کوچېدی

له کوچیانۍ سترګو کوچۍ مینې رخصت اخیستې
چې صحرایي ښایست یې کله له لېمو کوچیدی

پر اسماني کمیس پرتې د ترږمۍ وزرې
چې سپین کتار یې له لمن نه د پاولو کوچېدی

چې د هجران د لمر شغلو کې حرارت شو پیدا
د زیبایی کیف د وصال له شنو ورشو کوچیدی

د باران څاڅکو چې د ځمکې بارخوګان ښکلول
ښایسته تصویر تري پر هر لوري د خوشبو کوچېدی

ثاقبه !! ستا به د ژوندون ارمان پوره شي کنه!؟
که د امېل تار ستا په لاس کې له دانو کوچېدی

ثاقب خپلواک

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close