حسد کوونکې ميرمنې په ازدواج او کورنيو اړيکو کې ناکامې وي

ليکوال: إبراهيم الفقى
ژباړن: لطیف الله قمري

هغه ميرمنې چې عاطفه له لاسه ورکوي او په اړيکو کې نرمي نه کوي تر نورو ډېرې په کورني ژوند کې ناکامې وي.

ځکه چې:

۱ _ دغه ډول ميرمنې اکثره په لانجو کې ښکيل کيږي، د ځان غوښتنې نارې وهي او په حقيقت کې همدا د خاوند او نورو سره د حسد په جګړه کې ماتې خوري، نارينه د سختدريځه ميرمنو سره سختي او د نرمو ميرمنو سره نرمی کوي.

۲_ دښمني کوونکې ميرمنه فکر کوي که د خپل فکر د غالبه ولو لپاره د توپان پروړاندې وه دريږي نو کاميابه به شي.

خو دا هيره وي که منطق او نظر کې کاميابه شي نو داسې يو شخص به له لاسه ورکړي کوم چې لدې سره مينه لري.

۳_ اکثره روايات او حکم د نرمې، مينه ناکې، عاجزې، او بچي روزونکې ميرمنې توصيف کوي، رسول الله او صحابه هم د همدغه ډول ميرمنو صفت کوي، دا هغه ميرمنې دي چې خاوند په نرمۍ او حکمت خپلوي، په ځان يې عاشق کړي او تر خپل کنترول لاندې يې راولي.

۴_ هغه ميرمنې چې توپان سره د نرمې لختې په څير تاويږي خپل ځان او کورنۍ له ماتيدو ژغوري.
او کومه چې د وچ لرګي په څير د توپانونو سره د مبارزې هڅه کوي د توپان پروړاندې تاب نلري ماته شي او ماتيدل يې هيڅ جبيره نلري.

۵_ کينه کوونکې او خپل نظر منوونکې ميرمنې، په زه کامياب او ته ناکام فارمول باندې باور لري، دوی د نورو تر ماتيدو وړاندې ماتېږي، ټول ژوند يې په ناکاميو او حسرتونو کې تيرشي.

۶_ په کورني ژوند کې زما تجربه ده، هغه ميرمنې چې عناد کوي له طلاق سره مخکيږي او کورني او ټولنيز ژوند کې پاتې راځي.

۷_ يوه بانډچۍ خپلې لور ته د نکاح په شپه عجيب، خوندور او مجرب نصيحت کوي، کوم چې د کاميابو ميرمنو عادت دی:

(خاوند ته وينځه شه هغه به درته هر څه چې ته غواړې هماغه جوړ شي)

نارينه ښه، پاک، نرم او مينه ناک دي.

خو کينه ګرې ميرمنې ورڅخه دښمن جوړه وي.

دنيا ټوله د ګټې وړ ده خو تر ټولو ښه ګټه يې صالحه ميرمن ده.
( الدنيا متاع وخير متاع الدنيا الزوجه الصالحه )
صدق رسول الله صل الله عليه وسلم ..

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فاتح محمد
میلمه
فاتح محمد

ماشاءالله حقیت دی او د دیرشو کلونو تجربه می ده. جزاک الله خیرا فی الدارین.