بي بي سي په حکومت کې د اخلاقي فساد څخه پرده پورته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بي بي سي انګلیسي څانګې تازه څېړنې په ګډحکومت او په ځانګړي ډول په ارګ کې د شته اخلاقي فساد په اړه اوږد راپور خپور کړی دی.

که څه هم ارګ دغه راپورنه رد کړي خو بي بي سي د جنسي ځورونې ښکار شوې ښځو څخه اوریدلي چې د وظیفو لپاره له کومو ستونزو تېرې شوي دي.

بي بي سي د حکومت یوې پخوانۍ کارمندې سره چې په یوه وزارت کې یې کار کړی دی مرکه کړې. هغې د نوم نه ښودلو په شرط خپله کیسه  کړې ده.

نوموړې ويلي چې د اشرف غني د حکومت یو مهم مشر وزیر په کراتو مراتو هغه جنسي ځورولې ده او یوه ورځ يې په خپل دفتر کې کوښښ وکړ چې لاس ور وړي.

«هغه [وزیر] رانه مستقیما د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه. ما ورته وویل ما زده کړې کړي او تجربه کاره یم. ما هېڅکله داسې فکر نه کولو چې تاسو به ماته داسې څه ووايئ. زه له ځایه جګه شوم څو له دفتره ووځم. هغه [وزیر] زما لاس ونیو او د دفتر شاته کوټې ته يې ننویستم. هغه زه کوټې ته ننباسلم او راته یې ویل چې اندېښنه مه کوه، راځه محض د څو دقیقو خبره ده».

«ما هغه ټيل وهلو او ورته مې وویل چې بس. ما مه مجبوروه چې چېغې ووهم. دا اخري ځل و چې ما هغه ولید. زه ډيره غوسه او خفه وم».

بي بي سي له یادې کارمندې پوښتلي چې پولیسو ته يې د پېښې په اړه شکایت کړی؟

هغې ویلي: «نه، ما استعفا ورکړه. زه په حکومت هيڅ باور نه لرم. که تاسو محکمې یا پولیسو ته ورشئ هلته به وګورئ چې هغوی څومره فاسد دي. داسې مصوون ځای تاسو نشئ پیدا کولای چې ورشئ او شکایت وکړئ. که خبره کوئ هر یو ښځه ملامتوي».

یادې کارمندې بي بي سي ته د دوه نورو ښځینه کارمندانو کیسې هم کړي چې د وزیر له خوا پرې په زور جنسي تیری شوې دی.

هغې ویلي چې یاد وزیر « پرته له کوم ډاره دا هر څه په سپین سترګۍ سره کوي، او هغه [وزیر] په حکومت کې یو بانفوذه کس دی».

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له بدترینو هیوادونو څخه دی. په دغسې حالاتو کې د جنسي ځورونو په اړه خبرې کوم اسانه کار نه دی.

له همدې کبله شپږو ښځو چې بي بي سي ورسره مرکه کړې د نوم ښودلو او د دوی د کیسو خپرولو څخه ډاریدلې. خو د بي بي سي څېړنو ښودلې چې جنسي ځورونې د ګډحکومت یوه وزارت یوه فرد پورې محدود نه دي، بلکې هره اداره او هر وزارت کې دغه ستونزې شته دی.

بي بي سي ته یوې بلې ښځې چې په حکومت کې د وظیفې لپاره یې غوښتنلیک ورکړی و خپل کیسه کړې ده.

هغې د وظیفې لپاره ټول شرایط پوره کړي وو او بیا ترې وغوښتل شول چې د اشرف غني یو نیږدې مشاور سره وګوري.

هغې ویلي: «دا سړی  له ولمسشر سره په عکسونو کې ښکاري. هغه له ما وغوښتل چې شخصي دفتر ته یې ورشم. هغه ویل راشه او کینه، زه دې اسناد تاییدوم. هغه ماته رانېږدې شو او بیا یې ویل راځه چې یو څه وڅښو او سکس وکړو».

«ما دوې لارې لرلې، لومړی دا چې د دده غوښتنه قبوله کړم یا یې رد کړم. که ما یې غوښتنه قبوله کړی وی بیا هم دا خبره پر ده نه بس کیدله، نورو ډیرو نارینه‌و به هم له ما د جنسي اړیکو غوښتنه کوله. دا ډیره ټکان ورکوونکې وه. زه وډاره شوم او دفتر مې پرېښود».

بي بي سي له یادې انجلۍ پوښتلي چې وظیفه يې بیا څنګه شوه؟ هغې ورته ویلي چې حکومتي ادارو سره یې ډیرې اړیکې ونیولې خو هغوی ورته ویل: «فکر وکړه چې چا ستا بانک اکونټ ته پیسې داخلې کړي خو تا پریکړه وکړه چې نه يې اخلم».

نوموړې په اوښلنو سترګو یل چې د دې خبرو له وجې یې د شپې خوب تښتیدلی دی.

«که قاضي ته، پولیس ته، څارنوال ته شکایت کوي ټول به درنه د جنسي اړیکو (سیکس) غوښتنه کوي. چې دوی دا کارونه کوي نو چاته بیا ورځې؟ داسې ښکاري لکه دا هر څه چې اوس زموږ کلتور برخه ګرځېدلې وي چې  شاوخوا هر سړی غواړي جنسي تیری درباندې وکړي».

د بي بي سي د ريپورټ پر اساس دغه کیسې تر هغه وخته پټې پاتې وې یا محض يې په اړه پس پسې کیدلو تر څو د ولمسشر غني مشاور جنران حبیب الله احمدزي په یوه مرکه کې په ارګ کې له فحشا څخه پرده پورته کړه.

هغه د حکومت لوړ پوړي چارواکي او سیاستوال د زنا په ترویج تورن کړل.

بي بي سي غوښتل چې د ولسمشر دفتر سره په دې اړه مرکه وکړي خو هغوی هم له مرکې انکاري ول او هم یې د ایمیل له لارې استول شوي سوالونه ځواب نه کړل.

پخوانۍ وکیلې او د حقونو فعالې فوزیه کوفي هم په حکومت کې د جنسي ځورونو په اړه ریپورتونه تایید کړي دي.

هغې ویل چې «د حکومت ځواب دفاعي و. هغوی دې ته د یوې سیاسي مسئلې په توګه ګوري، نه داسې چې دا د ټول افغانستان د ښځو مسئله ده».

لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بیا بي بي سي ته ویلي چې دوی په ارګ کې د جنسي ځورونو په اړه څېړنې پیل کړي دي او دغه څېړنې به بې پرې وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

پدی غلام ، فاسد ، فاسق ، بی همته …..او فاحش دولت کی فحشا ته رواج ورکول او فحشا خپرول کومه د حيرانی خبره نده ، د دوی د مشر غلام غنی ، د امنيت مشر يی غلام محب او همداسی نورو يی وپوښتی چی ستاسو ښځو مخکی لدی چی تاسی يی په نکاح ؟ کړی څو ځله يی فحشا(زنا) کړی وه ، نو داخو يوه څرګنده خبره ده چی د هرچا خپل په رنګ خلګ خوښيږی او وظيفی ورکوی او شيطان هم همدا غواړی چی د خپل حزب تعداد ډير کړی .

غوربندي
میلمه
غوربندي

تف لعنت دې په بي بي سي وي چې دا اتلس کاله یې د همدې فاسد او زناکاره حکومت په ګټه تبلیغات کول،، دا کیسې کله هم د تعجب وړ نه دي ځکه د اشغال تر سیوری لاندې لاسپوڅی فاسد چارواکي په همدې ګومارل شوي وو تر څو افغانانو کې بې پتي او بې حیایي رواج کړي. د یوه فاسد وکیل چې کلونه مخکې طالبانو سومبه کړ، قول دی چې ویل یې د پارلمان یوه ځوانه او زړه هم نه ده رانه پاتې،، حتی اوس مې خوا ترې ګرزي…… زما د لوړو زده کړو یو همدوره همکار چې په WHO… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

دلائل،مشاهدات ،اوقرائن ، دمشهود اتکراری جنسی عملونه ،تائیدوی ،اونتیجه به داوی چه هر مقام ته درسیدو لپاره که نارینه ئی غواړی باید دهمدی عمل لپاره باید دخپلی کورنۍ څخه کارواخلی ؟اوکه میرمنی وظیفه غواړی دخپل عزت په ورکولوکولای شی ؟ اودامسئله هم روښانه شوه چه ټول حکومتی چارواکی اودشورٰی غړی ،دهمدی فارمول په عملی کولو بریالی شویدی ؟ والسلام .

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

بیاهم د ۱۸کلو د لاسته راوڼو یوه بله نمونه ګورو. فحشا او جنسی زورونی د ګد حکومت ګده پالیسی ده. ترڅو د ښځو د حقوقو تر نامه لاندی د افغانی میرمنو او پیغلو سره داسی وحشی کارونه وکړی، او نوم یی د ښځوحقوق او دیمکراسی وی. او بعضی خویندی په پوهی او ناپوهی سره دغه پالیسی ته کار کوی. ناری او غلبلی وهی چی هی زموږحقوق او زموږحقوق.

حبیب الرحمن حدید
میلمه
حبیب الرحمن حدید

” ښځوته الله ج دومره عزت ورکړی لکه سونا ( طلا) ته سونادوکان کی دننه په شیشه کی ایښی وی بیا بل قطی کی بیا سسفنج کی ښځه همداسی مثال لری خوکه ځان په قطیو کی بند کری لکه سونا بیا به عزت منه شی که په دیران پرته وی قدر به یی لکه دزنګ وهلی اوسپنی داسی وی بل دا چی دغه ښځی تول وخت فحشاوی وکړی آخرکی بی بی سی شیطانه یوڅو‌ډالر ورکری خپلی دفحشا قیصی کری دځوانانوذهنونه خرابوی الله ج پرده پری اچولی دوی ځان خپله بی عیزته کوی لعنت دوی په داسی ښخو چی نارینه ځان… نور لوستل »

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

دې دولت څخه به موژ نور څه تمه ولرو بې له فحشا خپرولو یې نور څه زده دی