ملا خیرالله خیرخواه

د سولې رښتيني مينان؛ د ملا خيرالله خیرخواه وينا د مثال په ډول «ويډيو»

پوهندوی هوسا غلجی

له تېرو اتلسونو راهيسې، چې دطالبانو له مشر نيولې تر کشره، حتا پلويانو او خواخوږو سره کوم ظلمونه او نادودې شوي، ښايي په تاريخ کې به يې  ډېر لږ ساری وي او د نړۍ هېڅ هېواد پر طالب دا احسان نه شي اچولی، چې د تېرو څو کلونو راهيسې به يې له دوی سره کومه پام وړ نيکي کړي وي.

که تاسې ته پاکستان د طالب خواخوږی ښکاري، نو په سختو ورځو  کې يې د طالبانو د اولې، دوهمې او درېيمې درجې مشران ونیول کلونه کلونه يې په زندان کې واچول، ځينې يې امریکا ته وسپارل او د ملا عبيدالله او استاد محمد ياسر په څېر يې يو شمېر نور په زندانونو کې شهيدان کړل.

خو د هر ډول قربانيو سربېره طالب له خپل دريځه په شا نه شو، بلکې قیادت، عامو طالبانو او افغان ولس په ګډه دا مبارزه پر مخ بوتله.

په دې کې د عامو افغانانو ونډه په دې  ډېره مهمه ده، چې پر خپل ځان او کورنۍ يې هر  ډول فشارونه، زندانونه، بمبارۍ او قتلونه ومنل، خو طالب سره  يې خپله حجره شريکه  کړه او د خپل توان مطابق يې له طالب سره د کفري اشغال او د هغوی د غلامانو پر وړاندې مرستې  وکړې، چې د الله تعالی په فضل او کرم سره د قربانيو دا باغ نور ثمر ته رسېدونکی دی ان شاءالله.

په عامه توګه، چې له کومې ډلې، افرادو او جهتونو سره له ظلم او تشدده ډک چلند کيږي، په مقابل کې يې دغه ځپل شوي او مظلومان هېڅکله په غچ اخيستو کې له انصافه کار نه اخلي او نه هم دا تمه ترې  کيږي، خو طالبان بيا د دې برعکس په خپلو کارونو او دريځونو کې د عکس العمل پر ځای پر عمل باور لري او هېڅکله داسې نه کوي، چې د ظلم پر وړاندې دوی هم ظلم او له حده تجاوز وکړي.

ښه مثال يې د طالبانو له لوري له خپلو هغو داخلي دښمنانو سره د ناستو لړۍ ده، چې  د طالبانو پر وړاندې يې له هېڅ ډول ظلم، وحشت او جاسوسۍ درېغ نه دی کړی، خو بیا هم طالبانو خپله سينه ورته پراخه کړې او د خپل ستروالي مثال په ښودلو سره د افغانستان روان اشغال او کشالې د پای  ته رسولو په موخه له دوی سره کيني او سلامشورې کوي.

د دوحې وروستۍ بین الافغاني ناستې کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزير ملا خیرالله خواه، چې د نظام له سقوط وروسته يې ديارلس کاله په ګوانتانامو کرغېړن زندان کې تېر کړل او همدغه زنداني اوس له امریکایانو سره د روان اشغال په پای ته رسولو مذاکرات کوي.

ملا خیرالله خیرخوا د دوحې بین الافغاني ناستې ته په خپلې وينا کې د طالبانو دريځ  په ډېر قاطعيت او روښانه توګه بیان کړ.

ښاغلي خيرخوا د ناستې ګډونوالو ته وويل، د دوی جګړه له امریکايي اشغالګرو سره ده، خو کوم افغان عسکر چې د دوی په بریدونو کې وژل کيږي، لامل یې دا دی، چې دغه عسکر د  امریکايي اشغالګرو پوځيانو دفاع کوي او دا يې خپله ګناه ده، چې باید لاس ترې واخلي.

نوموړي په دغه ناسته کې د ټولو اختلافي نظرياتو سربېره د ګډونوالو نظرونه په ډېر درناوي ياد کړل او د هغوی وړانديزونه يې د سولې په برخه کې ګټور بللي، خو په عين حال کې يې هغو کسانو ته هم اشاره وکړه، چې د کابل ادارې د استازولۍ  هڅه يې کړې وه او د امریکا اشغال ته يې جواز ورکاو.

ملاخیرخواه وويل، دغو کسانو خو کابل کې خپل اړوند چارواکو ته ځانونه نږدې کړل، خو نورو ته يې دا روښانه کړه، چې د کابل  اداره سوله نه غواړي، بلکې روانو خبرو کې به د اړې او خنډونو  اچولو کوښښ وکړي.

طالبان ولې د کابل ادارې سره خبرې نه کوي؟

ملا خیرخواه د دې پوښتنې  ځواب په اسانه توګه ووايه، چې  لومړی خو له افغان لوري سره  دوی په جګړه کې ښکېل نه دي او جګړه يې یوازې له امریکا سره ده او لومړی بايد له هغوی سره خبرې وشي. بله دا که د کابل ادارې  سره خبرې وشي، نو دغه چارواکي به هېڅکله دا ونه غواړي چې امریکايي پوځيان دې له افغانستانه ووځي او که مذاکرات ورسره پيل شي، نو دوی به په کې لانجې کوي او د مذاکراتو د کاميابۍ مخه به نيسي.

د ملا خيرخواه په وينا د کابل ادارې د استازو له څرګندونو ښکاري، د طالبانو هغه دريځ پر حقه وه، چې د کابل اداره يې د خبرو کولو جوګه نه بلله.

هغه بل مثال د ګوانتانامو له زندانه د خلاص شوو پنځو بنديانو د پاسپورټونو ستونزه ياده کړه، چې د کابل ادرې د پاسپورټونو ورکولو توان نه درلود، تر څو امریکا اجازه نه وه ورکړې، نو د افغانستان د سرنوشت په اړه څنګه د کابل ادارې سره خبره وکړل شي؟

هغه دا هم وويل، له هر ډول قومي او ژبنيز توپير پرته د ټولو افغانانو لپاره سوله غواړي.

د اقليتونو حقونه:

د يوې پوښتنې په ځواب کې ملا خیرالله خیرخواه وويل، چې دغه ناسته د دوی په مشوره جوړه شوې او دلته د اقليتونو په نماينده ګي ستاسې حضور «ښايي انارکلي هنریار يې مخاطبه وه» د دې معنا ده، چې طالبان ستاسې حضور اړين بولي او که دوی اجازه نه وای کړې، دلته به نه وه راغلې. هغه زياته کړې چې له طالبانو مخکې وختونو کې د هندوانو او سيکانو ځکمې او کورونه د خلکو له لوري غصب شوي وو، خو د طالبانو د واکمنۍ په راتلو ډېری سيکان او هندوان له هندوستانه بېرته راغلل او طالبانو د هغوی د کورونو قوالې بېرته وروسپارلې، د خپلو کورونو څېښتنان شول او په راتلونکې کې به هم د لږه کيو حقوق همدغه رنګه خوندي  وي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل، د ناستې ګډونوال او د سولې خبرو ټول فعالان بايد د يوه ځانګړي جهت د خوشحالولو پر ځای د رښتينې سولې لپاره کار وکړي او په دې تاريخي رسالت کې رښيتنې ونډه واخلي.

طالبانو له افغان سياسي څېرو، حکومتي  چارواکو او مدني فعالانو سره دا ناستې  په داسې حال کې پيل کړي، چې د امریکا او طالبانو مذاکرات تر ډېره وروستتۍ پایلې ته نږدې شوي او طالبان نه غواړي، چې د نورو سياسي او پخوانيو جهادي ګوندونو تېروتنې تکرار کړي، د دې لپاره يې له خپلو سختو دښمنانو سره ناستې پيل کړي دي او په عین حال کې طالبان له دې لارې  خپل ولس ته دا هم روښانه کول غواړي، چې کوم خلک په رښتينې معنا سوله غواړي او څوک يې مخالف دي.

د سولې دښمن د ولس دښمن

د سوکاله، اباد، اسلامي او ازاد افغانستان په هیله…

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
ملا خیر خواه په خپله انتریوو کی وییلی چه زموږ جګړه یوازی امریکایانو سره ده ،نه له افغانانو سره،
په ټول کال کی فقط ۹ امریکایان وژل شوی دی،په زرګونو افغانان وژل شوی دی.
عجیبه جګړه ده.
نو په ټول افغانستان کی څلور ځایه امریکایان پراته دی،او جګړه په ټول افغانستان کی ده.د امریکایانو میشت ځایونه ټول په امن کی دی،خو افغان عالیم،افغان ماشوم قتل کیږی

پتنګ
میلمه
پتنګ

قربان دشم ملا ګله ، قربان دشم طالب ګله ما ان تر اوله په تاسو باور کړی دی چې تاسو واقعي د هیواد بچیان یاست ! تاسو ارامي ، عدالت ، قضا او جزا راوستلی شي ! فاسد لاسپوڅی دولت دغني په رهبري د امریکایانو په همکاري ، دخلقي ، پر چمي ، افغان ملتي ، ددالر خورو تنبلواو دغربي دیموکراتانو په ياري او چاپلوسي له ارګه فاحشه خانه جوړه کړې ده دا اولینه توره تیاره ده په تاریخ د افغانستان کې چې په ارګ کې چوکۍ په سکس خرڅیږي ! تف لانت تف لانت

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ما شاءالله،ریښتنې او صادق مشران.

Ahmed
میلمه
Ahmed

غم وستاز ته امرېکائ او مزدور ئ څه فرق سره لری ؟؟؟؟ ېو فرق ئ سته هغه دا چی امرېکائ ده خپلی عقېدی او ده هېواد ده ګټو لپاره افغانستان اشغال کړی او مزدور بې وجدانه ئ له خپلی عقېدی او هېواد سره غدر او جفاء کوی اوس غم وستازه ته ووائيه چی په دوئ کې ده مرګ لائيک کوم ېو ده هغه سی خپلی باطلی عقېدی ته او هېواد ته وفادره او که هغه سی له حق دېن او ده اسلام له خاوری سره جفاء او خېانت کوی او لوئ خېانت که دوئ ئ محافظت اونکړی دوئ به داس… نور لوستل »