د نړيوال جام دويمه نيمه پايلوبه؛ استراليا د انګلستان پر وړاندې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۹م کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې نن دويمه نيمه پايلوبه د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ کيږي چې شېبه وروسته به پېل شي.

د استراليا کرېکټ لوبډلې د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته شپږ واره لار موندلې چې هر وار يې بريا خپله کړې ده، او تر ټولو زيات پنځه واره يې د نړيوال جام اتلولي خپله کړې ده.

انګلستان لوبډلې پنځه واره نړيوال جام ته لار موندلې، دوه سياليو کې له نړيوال جام څخه بهر شوې او په درې نورو کې يې پايلوبې ته لار موندلې خو تر اوسه يې د نړيوال جام اتلولي نه ده خپله کړې.

په ياده سيالۍ کې د استراليا لوبډلمشر آرون فينچ پچه ګټلې او لومړی يې د توپوهنې پريکړه کړې، ويل کيږي کومه لوبډله چې لومړی توپوهنه وکړي د بريا چانسونه يې زيات وي، خو د انګلستان غوره توپوهونکي دغه اټکل بدلولای شي.

د دواړو ترمنځ جالبه لوبه کېدونکې ده چې غوره توپوهونکي او غوره توپ اچونکي لري.

ياده دې وي چې نيوزيلند لوبډلې تېره ورځ هند لوبډلې ته له جالبې لوبې وروسته په لومړۍ نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار وموندله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د