درې خاطرې؛ طالبان څرنګه خلک دي؟

قاري حبیب

نن سبا دا پوښتنه ډیره په ژبو ګرځي چې طالبان څرنګه خلک دي؟ د دې لپاره چې د طالبانو اصلي ماهیت له عامه اذهانو ورک کړای شي او د دې خدایپاله ډلې په اړه ذهنیتونه خراب کړای شي، په وطني او نړیواله کچه سخت تبلیغات روان دي. د طالبانو پر ضد نه یوازې په ورځني ډول راډیوګانې، تیلویزیونونه، ویب پاڼې، اخبارونه او نورې رسنۍ زهرجن تبلیغات کوي بلکې د طالب د نوراني څيرې د تشویه په مقصد د دښمن لخوا مسلسل کتابونه لیکل کیږي، فلمونه او سریالونه خپریږي او د بې دینۍ په دې عصر کې منظمه هڅه روانه ده تر څو د طالبانو دین پالونکې جهادي ډله په قسماقسم غلطو افواهاتو سره بدنامه کړي.

د یو چا د ماهیت او څرنګوالي معلومولو لپاره بیلابیل معیارونه شته خو د یوه شخص یا ډلې د ارزولو لپاره تر ټولو ښه معیار دا دی چې له الله تعالی سره یې معامله څرنګه ده؟ تر کومه حده خپل رب ته تسلیم او د الله تعالی له دین سره وفا لري؟؟ په دنیا کې تر ټولو برحق، معزز، مکرم او د لوړې مرتبې څښتن هغه څوک دی چې له الله تعالی سره اخلاص لري، په واقعي معنی یې د بندګۍ سر ورته ټیټ او د الله تعالی د رضا لپاره هر قسم قربانۍ، ایثار او فداکارۍ ته تیار وي.

زه دغه مقدمه نوره نه اوږدم، راځم مطلب ته، دلته د نمونې په ډول د دریو تنو طالب مشرانو درې مستند واقعات درسره شریکوم او بیا قضاوت تاسو ته پریږدم تر څو د طالبانو د څرنګوالي په اړه عنوان شوې پوښتنه ځواب کړئ.

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ اوسیدونکی قاري صلاح الدین صاحب د طالبانو یو له مهمو او مطرحو مشرانو څخه دی. نوموړی څو کاله وړاندې د دښمن لخوا ونیول شو او د کابل د بیلابیلو استخباراتي محابسو تر څنګ یي د باګرام په تور زندان کې ډیر وخت تیر کړ. د تیر کوچني اختر په دوهمه نیټه نوموړی د دښمن له توقیف ځای څخه راوتښتید او الله تعالی نجات ورکړ. څو ورځې وړاندې مو د څو نورو مطبوعاتي ملګرو سره یو ځای ورسره لیدنه درلوده. کله مو چې د دښمن له توقیف خانې د فرار د دې خطرناک اقدام په اړه ترې وپوښتل نو یې وویل: د زندان په وخت دښمن ماته ډیر وړاندیزونه وکړل، د پیسو، موټرو، مادي امکاناتو، منصب او نور مختلف پیشنهادونه. . . حتی دا یي راته وویل چې په کوم خارجي ملک کې به د اوسیدو ترتیب درته برابر کړو،شپږ زره ډالر معاش به درکوو، اولادونه به دې په خارج کې هوسا ژوند او لوړې زده کړي وکړي. خو د دوی ټول دغه وړاندیزونه ما رد کړل، وروسته یې په کابل ښار کې د اوسیدو ځای راته مهیا کړ، تر څو په دې آسوده ژوند سره مې له جهادي فکر څخه بیګانه کړي. هلته ما ته د ژوند ټول سهولتونه برابر و. خو زه په دې فکر وم چې الله تعالی پر ما ډیر احسانات کړي دي. دیني علم، په خپله سیمه کې مشري او د مجاهدینو قیادت، ښه ژوند او اولادونه، د الله تعالی په لاره کې جهاد او داسې نور انعامات او احسانات. خو زما یو ارمان لا هم پاته و او هغه د الله تعالی په لاره کې شهادت دی. په دې ډول ما د دښمن لخوا راکړل شوی کور او ټول سهولتونه پریښودل، د اختر په دوهمه ورځ چې طبعا عمومي رخصتي وي او د دښمن لخوا ډیر څار نه وي، زه د کابل په شهر نو کې د راکړل شوي کور( توقیف ځای) له دیوال څخه راواوښتم او د لوی خطر په منلو مې یو ځل بیا د مجاهدینو له صف سره ځان ملګری کړ، تر څو د الله تعالی د رضا لپاره خپل جهاد ته دوام ورکړم.

د قاري صلاح الدین له ملاقات وروسته مو څو نور مجاهدین ولیدل تر څو دهرات ولایت د یوه مخکښ مجاهد شهید مولوي عبدالمنان حنفي صاحب د ژوندلیک لپاره ترې معلومات او خاطرې ترلاسه کړو. مولوي عبدالمنان حنفي صاحب یو سپین ږیری عالم او مجاهد و. د اسلامي امارت د واکمنۍ په وخت د سرپل، بادغیس او سمنګان والي پاته شوی و او په اوس وخت کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو دکمیسیون مرستیال و. د نوموړي یوه ملګري د عیني شاهد په توګه د ده د شهادت کیسه داسې وکړه.

مولوي صاحب خپل کار(د خلکو د شکایاتو اوریدلو) ته خورا متوجه و، که به هر څومره امنیتي مشکلات او خطرات و، خو ده خپل کار نه ځنډاوه. ویل به یې چې زموږ کار همدا دی چې له خلکو سره ووینو، شکایات یي واورو او مشکلات یي حل کړو، که موږ په دوی ټيلفون بند کړو یا ځان ترې پټ کړو، نو دا خلک به چیرې ځي او څوک به یې شکایتونه اوري. د سمع شکایاتو د وظیفې په مهال چې مولوي صاحب د هیواد په مرکزي ولایاتو کې د ګرځیدو په حال کې و په غزني ولایت کې د دښمن لخوا کشف شو او مسلسل د بي پيلوټه الوتکو تر تعقیب لاندې و. یوه ورځ مازدیګر مهال وروسته له دې چې د غزني په آب بند ولسوالۍ کې یې د ډیرو خلکو شکایتونه واوریدل او ډیر کارونه یي ورحل کړل. کله چې د دې ولسوالۍ له خلیج بازار څخه ووت. نو په موټر یې ډرون الوتکې برید وکړ. توغندی د موټر له څنګ سره ولګید. موټر له ځمکې پورته شو او بیا په ځمکه وغورځید. مولوي صاحب په سر باندې لږ زخمي شو. خو ډرایو موټر وځغلاوه او په نږدې کلي کې یې پناه کړ. د نوموړي همسفر ملګری وایي چې کله ماخستن شو، جماعت مو وکړ نو یوه مجاهد مولوي عبدالمنان صاحب ته وویل چې نن خو د الله تعالی عجیب فضل درباندې وشو، چې بچ شوې. مولوي صاحب په ځواب کې ورته وویل چې هو رښتیا هم، خو زما په نظر د الله تعالی لوی فضل شهادت دی. زه چې اوس سپین ږیری یم او نور مې د خدمت وخت هم په تیریدو دی، دا به د الله تعالی لوی فضل وي چې شهادت رانصیب کړي.

مولوي صاحب دا خبرې وکړې او ویده شو. د سفر ملګری یې وایي چې د شپې بیا هم ډرون الوتکې ګرځیدلې او ماته خوب نه راته،سهار ته نږدې له سپیده داغ مخکې مولوي صاحب پاڅیدلی و، د اوبو لوټه یي ورسره اخیستې وه چې په باغ کې اودس وکړي او د تهجد لمونځ اداء کړي. مولوي صاحب د کوټې کړکۍ ته نږدې برنډه باندې په اودس کولو بوخت و، زه په داسې حال کې چې په نیم ویده نیم ويښ حالت کې وم، ناڅاپه مې د مولوي صاحب له خولې د ( الله اکبر) غږ واورید. لږ شیبه وروسته لوی درب شو، د کړکۍ هندارې او خاورې په موږ را ولویدلې. لږ شیبه بې حاله وو خو چې پورته شوو او له کوټې ووتلو. و مو لیدل چې چې مولوي صاحب په وینو کې سور پروت دی. یوه پښه او لاس یې غوڅ شوي دي او د تهجد د اوداسه په حال کې شهید شوی دی. په ده باندې چې امریکایي ډرون الوتکې د توغندي برید کړی و نو په هوا کې یې د توغندي رڼا لیدلې و ځکه یي الله اکبر غږ وکړ چې ورسره په توغندي ولګید او په دې سره د یوه سپین ږیري طالب مشر د ژوند داستان پای ته ورسید. تقبله الله.

د سپین ږیري طالب مشر مولوي عبدالمنان حنفي شهادت زما لپاره د غبطې وړ حادثه وه. هغه خلک بختور دي چې د الله تعالی په لاره کې په داسې ډول له دنیا سره مخه ښه کوي. خو د دې واقعې له اوریدلو دوه ورځې وروسته مې د یوه بل طالب مشر ملا محمد شفیق محمدي صاحب عجیب داستان واورید چې دلته یي درسره شریکوم.

ملا محمد شفیق محمدي د روزګان ولایت د دروشان ناوې اوسیدونکی یو تکړه جهادي قومندان و چې د شورویانو په وخت کې یی ستره جبهه درلوده. وروسته د اسلامي امارت په مهال د غزني، پکتیا، خوست او سمنګانو د والي په حیث یي هم وظیفه اجراء کړې ده. نوموړي پنځه زامن درلودل. چې دوه یې د ده په ژوند د بیلابیلو ناروغیو له امله وفات شوي وو. یو بل زوی یې حبیب الرحمن نومیده چې د امریکا ضد جهاد کې یې په دښمن فدایي برید وکړ.

د ملا محمد شفیق محمدي صاحب قریبان کیسه کوي، چې کله د نوموړی زوی فدایي برید وکړ او شهید شو، نو د امارت ځیني کسان د ده کور ته ورغلل چې د زوی له شهادته یي خبر کړي. هغوی فکر کاوه چې ملا محمد شفیق محمدي صاحب به د زوی له شهادته په خبریدو ډیر متأثر شي. هغوی چې دا خبره ورته کوله نوموړی دا وخت د یوه تفسیر په لیکلو او خطاطۍ بوخت و، کله چې د زوی د شهادت خبره ورته وشوه، له خپلې مخې یې کاغذونه لرې کړل او ځای په ځای الله تعالی ته د شکر په سجده پریووت. کله چې له سجدې راپورته شو. نو یې وویل د الله تعالی حمد دی چې زما په زامنو کې شهید پیدا شو. دوه زامن مې وفات شوي وو خو تر اوسه مې په کور کې شهید نه درلود. الحمد لله چې د شهادت له نسبت څخه محروم نه شوم.

د طالبانو دغه کیسې موږ ته راښيي چې دغه ډله په دې عصر الفتن کې هغه امتیازي او استثنائي ډله ده چې په الله تعالی باندې محکم ترین ایمان لري. د الله تعالی په دین یې داسې منګولې ښخې کړي دي چې په هیڅ ډول یې پريښودونکي نه دي. دوی په خپل راسخ عزم او فداکارۍ سره موږ ته د صحابه کرامو(رضی الله عنهم) دور را یادوي، هغوی چې ژوند او مرګ یې ټول د الله تعالی لپاره وو او د الله تعالی په مینه کې یې د ځان، اولاد او مال مینه نه پیژنده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د