استرالیا ته په ماتې ورکولو انګلستان د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې استرالیا لوبډلې ته اسانه ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې نن  د پنجشنبې په ورځ د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره شوه چې په کې انګلستان استرالیا ته د ۸ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او ۲۷ کاله وروسته د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله.

په دغه سیالۍ کې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه چې ناکامه ثابت شوه، ددوی لومړي درې مهم توپوهونکي د ۱۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل، که څه هم وروسته سټیو سمیت او الیکس کیري ۱۰۳ منډې ملګرتیا وکړه خو ونه توانېدل ستر هدف وټاکي او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې د ۲۲۳ منډو په جوړولو وسوځېده.

ددوی لخوا سټیو سمیت ۸۵، الیکس کیري ۴۶، میکسویل ۲۲ او میچل سټارک ۲۹ منډې جوړې کړې، د انګلستان لخوا کریس ووکس او عادل رشید ۳-۳، جوفرا آرچر ۲ او مارک ووډ یوه ویکټه واخیسته.

په ځواب کې د جیسن روی او جوني بیرسټو لخوا انګلستان په زړه پورې پېل وکړ چې لومړۍ ویکټه یې د ۱۲۴، دویمه ویکټه یې د ۱۴۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده، چې له دې وروسته یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف په ۳۳م اور کې بشپړ کړ.

دا لومړی وار دی چې استرالیا لوبډله په نیمه پایلوبه کې ماتې خوري، خو بل خوا انګلستان لوبډلې له ۱۹۹۲م کال څخه وروسته په لومړي وار پایلوبې ته لار وموندله.

له نړیوال جام وړاندې انګلستان لوبډله یو له هغو پخو لوبډلو څخه وه چې د نړیوال جام ګټلو مدعي ګڼل کیده، او تر دې دمه هندوستان او استرالیا ته په ماتې ورکولو دوی ثابته کړه چې د نړیوال جام ګټلو وړتیا لري.

یاده دې وي چې له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلند لوبډلې له جالبې لوبې وروسته هند ته ماتې ورکړې وه، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جولایي په ۱۴مه به د انګلستان په مشهور او تاریخي «لارډز» لوبغالي کې د انګلستان سره پایلوبه ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د