
نجلۍ کانکور کې د ناکامېدو له امله د ځان وژنې هڅه کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): په سمنګان ولایت کې یوې نجلۍ وروسته له هغه د ځان وژنې ناکامه هڅه کړې، چې نه ده توانېدلې د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب نومرې خپلې کړې.
د سمنګان ولایت د ښځو د چارو رئیسې «ګلالۍ نور صافی» دا خبر تائید کړی او په وینا يې، یاده نجلۍ ځان وژنې ته نه ده پرېښودل شوې او دا مهال د کابل په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د صافۍ په خبره، نوموړې له دې امله چې کورنۍ او خپل خاوند ته کمه رانشي، ځان وژنې ته زړه ښه کړی خو ژغورل شوې او اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی
د کانکور ازموینه چې په افغانستان کې پوهنتون ته د لارې موندلو په موخه ورکول کېږي، هر کال زرګونه زده کوونکي پکې بې پایلې راوځي او نشي کولای د بریا نومرې واخلي.
سږ کال نږدې ۱۷۴ زره کسانو د کانکور ازموینه ورکړې وه چې له منځه یې ۲۰ زره زده کوونکي بې پایلي وو.