افغانستان

روسیې، چین، امریکا او پاکستان د افغان سولې په تړاو ناسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د روسیې، چین، امریکا او پاکستان هیوادونو تېره ورځ «پنجشنبه» د افغانستان د سولې په تړاو په بجینګ کې څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور په اساس، په یاده ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې د وړاندې تګ په تړاو بحثونه شوي او تمه ده تر پای ته رسېدلو وروسته یې ګډه اعلامیه خپره شي.

د راپور په اساس، د غونډې ګډونوال د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي خو ټینګار کوي چې د نن ورځې په پای کې به ګډه اعلامیه خپرېږي.

د روسیې، چین او امریکا درې اړخیزه غونډې چې دوه پړاوه یې په مسکو او واشنګټن کې ترسره شوي وو، پاکستان داسې مهال ورته ګډ شوی، چې افغان سوله له یوه حساس پړاو څخه تېرېږي، د طالب او امریکايي استازو اووم پړاو خبرې پای ته رسېدلې  او تر ډېره ګمان دادی چې دواړه لوري به په راتلونکې ناسته کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په وتلو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الله سبحانه دي خير کړي، پردو او کفارو چي هم پر خپلو خلکو باندي ظمونه کوي او هم د مسلمانانو سره دښمني پالي له هري خوا لاسونه را اچولي دي. عجيبه ده په دې غونډه کي زموږ له خوا څوک ګډون نه لري او هيڅوک په خبر نه دي ، خو دوی زموږ د هيواد د برخليک په هکله سره اخته دي. له بله پلوه خليلزاد هم د اصلي جهت سره د اصلي مسألې په اړه ځان ايسته او دوري کوي. امريکايان چي هم يې پر موږ تېری کړی دی او هم يې هر څه را وران ويجاړ کړل او… نور لوستل »

جميل

محترم همت صاحب السلام عليکم ورحمته الله و برکاته پر ايمان او عمر مو برکت شه . دوی ټوله مخکی لدی چی پر ګران هيواد مو يرغل راوړی هم سره يوځای او په يوه خوله وه خو يوه هم څه تر لاسه نکړه ، نو اوس چی ناکامه دی او وتيښتی ته تياری نيسی څه به تر لاسه کړی . ټولی نړی زمونږ پر خوار و زار هيواد او زمونږ پر کړيدلی او زوريدلی ولس يرغل وکړ خو ټوله ناکامه شول او په شرمو وشرميدل ، دا خو لا د څلورو هيوادونو غونډه ده که د پخوا په شان همدومره… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ورور جميل صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وبعد:
ډېره مننه!
الله دي دا شوم او بې خاصيته عناصر هر څه ژر زموږ له پاکي خاوري څخه په خير وباسي او تالۍ څټي دې خدای په خپل غضب اخته کړي.

عبد الله

د شپی په توره تیاره کی موژ شی نه شو لیدلای خوکه د شپی دوربین ولرو په اسانی شی پکشی لیدلای شو، اوس هم که د حقیقت په عینکو کی ورته وگورو همدغه خلور هیواده دی په یو بل هیواد اضافه دا ۴۰ کاله موژ سره جنگوی.خلقیان د روسانو روزلی، مجاهدین د امریکی او پاکستان د پلان تطبیق کوونکی چی روسان یی په مات کرل، طالبان د پاکستان یاران او فعلی حکومت بیا دامریکا او غرب د بابولاو غژوونکی. عجیبه ده روس ملحد ملک، چین کمونیست ملک چی خپل دوه دری میلونه مسلمانان نسی زغملای نو ما او تاته به… نور لوستل »

ahmad

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ البقره(214)الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ . آل عمران(173)

غ.حضرت

د ګران ورور عبدالله خان د فرمائش په تائید: یوه پېړۍ مخکی فقط دوه اربابان وه چی زموږ پر ښکلی پېغلی ( وطن) باندی ئې د منګولو لګولو او حتی غیر محسوس مالکیت تلاښ درلود خو پنځوس کاله وروسته دا دوه اربابان څلورو اربابانو ته ارتقاء ومونده د یو بل پنځم ډنګر ارباب په ګډون ( هندوستان). د دوو اربابانو تر منځ د مالکیت پر سر لوبه دومره مغلقه او پېچلې وه چی موږ ئې د لسو کلونو ( فقط لسو کلونو) په اوږدو کی د حیرانوونکو منظرو سره مخامخ کړو ( وړوکې نمونه ئې د امان الله خان افراطی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x