طالبانو ننګرهار کې د واده پر مراسمو چاودنه کې لاس لرل رد کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د ځايي پاڅونوالو د يوه مشر ملک تور د وراره په واده کې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او  څوارلس نور ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر  پيغام کې ليکلي، دغه چاودنه کې دوی لاس نه لري.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، نن سهار د پيچر اګام د قومي مشر او پاڅونوالو د قومندان ملک تور د وراره واده و، چې يوه ماشوم په کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او راغلو ګډونوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د خوږياڼي په خبره په دغه پېښه کې د ملک تور په شمول شپږ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د والي وياند وايي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی او کېدای شي د  مرګ ژوبلې شمېر نور هم زيات شي.

پچير اګام ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ناامنه ولسوالۍ ده، ډېرې سيمې يې د داعش او حکومت تر واک لاندې دي او وخت پر وخت په کې پر ولسي خلکو چاودنې او بريدونه کيږي.

تر ډېره د دغه ډول بريدونو پړه داعش ډله مني، خو تر اوسه د دغې پېښې مسؤوليت چا نه دی منلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دا د انتحار فرهنګ خو په اسلام کی نوه دا چا دی ملک ته راوړ؟ خو یا به داعش وی یا طالب دواړه له بهره تمویل کیږی، ترنینګ کیږی او دلته د ویرانی او وژنی لپاره رالیګل کیږی.

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل خانه، يو وخت مو دخپل ژوند لنډه يادونه کړي وه او زما ډير زړه درته وسوڅيده. اما اوس فکر کوم چه ډير بدبخته انسان ئي او د واقعي مسلمانانو سره ډيره بدبني او کينه لري. داسي ليکني ښه کار ندي . خداي د هدايت درته وکړي. کاروان