راشد خان د ملي لوبډلې مشر او اصغر افغان یې مرستیال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په تازه اعلان کې ویلي دي چې راشد خان د ملي لوبډلې د دریواړه فارمیټونو لپاره لوبډلمشر او اصغر افغان د لوبډلمشر مرستیال په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې کرېکټ بورډ ته نږدې سرچینو د اصغر افغان د لوبډلمشر کیدو خبر ورکړی و خو اوس د کرېکټ بورډ لخوا په رسمي اعلان کې راشد خان لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

له هغه حاله وروسته چې اصغر افغان له نړیوال جام دوه میاشتې وړاندې له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب ټاکل شوی و- د افغانستان ملي لوبډل پاشل شوې وه او یو شمېر بې اتفاقۍ په کې ځای پرځای شوې وې.

اوس د افغانستان کرېکټ بورډ رسما اعلان وکړ چې راشد خان به د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو لپاره لوبډلمشر وي، همدا ډول اصغر افغان چې څلور کاله یې د ملي لوبډلې مشري کړې د مرستیال لوبډلمشر په حیث وټاکل شو.

د ګلبدین نائب تر مشرۍ لاندې چې شاوخوا دوه میاشتې لوبډلمشري یې ترسره کړه، ملي لوبډلې په نړیوال جام کې هیڅ یوه سیالۍ کې بریا خپله نه کړه چې لامل یې د لوبغاړو ترمنځ اختلاف او د لوبډلمشرۍ پر سر خپګان وو.

راشد خان به د ملي لوبډلې مشري د بنګلدیش پر وړاندې له ټیسټ سیالۍ څخه کوي، دغه سیالۍ به د ستمبر میاشت کې په بنګلدیش کې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د