د ګلبدین نائب هرکلی او ملاتړ، د راشد خان مننه او ژمنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې موقتي پخواني لوبډلمشر ګلبدین نائب ویلي دي چې د لوبډلمشرۍ په حیث د راشد خان بشپړ ملاتړ کوي او نوموړي ته د نوې دندې مبارکي وایي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له یو شمېر ستونزو او لانجو وروسته نن د جمعې په ورځ په ۱۱م جولایي اعلان وکړ چې راشد خان به د دریواړه فارمیټونو نوی لوبډلمشر وي، په دې سره ګلبدین نائب له یو ورځنۍ او رحمت شاه له ټیسټ لوبډلمشرۍ ګوښه شول.

که څه هم د راشد خان د ټاکلو پریکړه یوه ستونزمنه او په کرېکټ بورډ کې له یو شمېر ناندرو وروسته ترسره شوه خو ویل کیږي په دې سره به د لوبغاړو ترمنځ شته اختلاف له منځه ولاړ شي.

ګلبدین نائب چې نږدې دوه میاشتې یې د ملي لوبډلې لوبډلمشري وکړه چې په دې کې د ایرلینډ او سکاټلینډ پر وړاندې او د نړیوال جام بشپړې سیالۍ شاملې وې د کرېکټ بورډ لخوا د لوبغاړو د ناخوښۍ له کبله ګوښه شو.

خو نوموړي په خپل نوي پوسټ کې د لوبډلمشر په توګه راشد خان ته د ټاکلو خوښي ښودلې، هغه ته یې مبارکي ورکړې او د بشپړ ملاتړ اعلان یې کړی دی.

بل خوا نوي لوبډلمشر راشد خان هم له کرېکټ بورډ، تجربه لرونکو لوبغاړو او پخواني لوبډلمشر ګلبدین نائب د ملاتړ څخه په کلکه مننه کړې او د یو افغانستان د بریا لپاره یې د هوډ ژمنه کړې ده.

راشد خان رسنیو سره د خبرو پرمهال ژمنه وکړه چې د بهرني لیګونو پرځای به په هېواد کې د لوبډلې سره په تمریناتو بوخت وي، نوموړی یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په کم وخت کې نږدې د نړۍ په هر لیګ کې لوبېدلی دی.

په کرېکټ بورډ او لوبډله کې ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې د کرېکټ بورډ عمومي رئيس عزیز الله فضلي لخوا له نړیوال جام دوه میاشتې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای یې د ګلبدین نائب په شمول درې بېلا بېل لوبډلمشران وټاکل شول.

دغې پریکړې یوازې د کرېکټ مینوال نه، بلکې نړیوال مبصرین، شنونکي او د ملي لوبډلې پخواني او تجربه کارو سخت په قهر کړي وو او دا یې د افغان کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې لپاره ستر زیان وباله.

همدا لامل شو چې د لوبغاړو او په کرېکټ بورډ کې د چارواکو ترمنځ بې اتفاقۍ رامنځته شوې، او په نړیوال جام کې ونه توانېدل د پام وړ لوبه ترسره کړي، افغان لوبډلې په نړیوال جام کې یوه بریا هم خپله نه کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د