نړۍ

چین، روسیه، امریکا او پاکستان د افغان سولې اړوند ګډه خبرپاڼه نشر کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د رواني جولايي میاشتې پر ۱۰ او ۱۱ د چین په پلازمینه بیجینګ کې د چین په کوربه توب د افغان سولې اړوند غونډه تر سره شوه چې د چین په شمول په کښي روسیه، امریکا او پاکستان هم ګډون کړی وو.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان هم د یادو درو هیوادونو سره د افغان سولې اړوند خپل منځي سلا مشورو کې ګډون کوي.

ددې تر مخه دوه نورې غونډې هم کړي چې وروستی یې د روان کال اپریل میاشتې پر ۲۵مه په روسیه کې وه.

د غونډې په پای کې څلورو اړخونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کښي ویل شوي، څلورو اړخونو پر اوسنیو پرمختګونو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په ګډه به د افغانستان او سیمې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره هڅې کوي.

دوی ټولو په ګډه د بین الافغاني غونډو ستاینه وکړه او دا یې یو مثبت پرمختګ وباله.

په خبرپاڼه کې دوی په افغانستان کې پر ټولو ښکېلو اړخونو ټینګار کړی چې د سولې د اوسني فرصت څخه په استفادې دي ژر تر ژره په افغانستان کې د طالبانو، حکومت او نورو افغانانو تر منځ خپل منځي مذاکرات پیل شي، دوی په ټینګار ویلي چې د افغانانو تر منځ مذاکرات باید د افغانانو په مشري او د افغانانو په مالکیت کې وي، چې په پایله کې یې باید ژر تر ژره د سولې لپاره یوه تګلاره جوړه شي، چې ټول افغانان به باندي خوښ او افغان شموله وي.

څلورو اړخونو پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالي کې کمښت راولي، کوم چې به بالاخیره د بین الافغاني مذاکراتو د پيل سره سم په اوربند بدلیږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو اوم پړاو وروستۍ ناسته د روانې میاشتې پر نهمه نیټه وشوه او له هغه وروسته خلیلزاد چین ته په سفر ولاړ.

نوموړي وویل د طالبانو سره په مذاکراتو کې پرمختګ لري او غواړي چې د نورو سلا مشورو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر ولیکل چې د امریکا سره یې د ایجنډا پر وروستیو ټکو تفصیلي بحثونه کړي دي او په مذاکراتو کې د نورو سلامشورو لپاره وقفه راغلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په دې د ګډي خبر پاڼي په نامه اعلاميه کي خو د ګران او زړه ته راتېر هيواد افغانستان د ام المشکلات ، یعني له افغانستان څخه د وطن د غليم د قاتلو پوځيانو د وتلو خبره ان د اشارې په توګه لا نه ده سوې. داسي ښکاري چي دوی د افغانستان په هکله : پی مصلحت خويش مجلس آراستند ««»» نشستند و گفتند و برخاستند . موږ وايو چي دغه څلور سره هيوادونه زموږ، د پښتنو، پاکستاني طالبانو، د چين او روس او امريکې د مسلمانانو او د نړۍ د مسلمانانو او غير مسلمانو ولسونو ځپونکي او دښمنان دي… نور لوستل »

غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…همت صاحب سلامونه.
کابل اداره،او طالیبان د دی خلکو غلامان دی.ایا یو غلام خپل بادار ته د څه وییلو جرات لری؟
طالیبان له روس او پاکستان څخه مرسته اخلی.دڅه وییلو حق نه لری.
کابل اداره د امریکا څخه د ډالرو کڅوړی اخلی.دهیڅ وییلو حق نه لری.

عمر خالد منګل

بیا شف شف د اصلی مسالی اشعال ختمیدو نه موضوع بل طرف اړوی.
تاسو خپل ظالم وحشی ځناور او ناولی پوځونه له افغان پاکی خاوری اوباسی، د افغانانو په خبرو کی اشعالګر او نور منافقین په هیڅ وجه د مداخلی حق نلری.

مجاهد

غمی پشتین صاحب به پخوا د کابل د بادارانو او غلامانو بره او مجاهدینو لره ویله، مګر له څه وخت وروسته چه د کابل غلامان او باداران د هیواد او نړی په کچه له هر اړخه رسوا او د ماتو سره مخ دی ، پښتین صاحب هم خپل ګیر بدل کړو اوس د مجاهدینو سره د کابل د بادارانو او غلامانو کمی هم یادوی په دی واسطه به یی لږ تر لږه هیوادوالو ته ظالم معرفی کړی وی په دی کار کی یی ګټه څه ده ، ګټه یی دا چه د کابل غلامان او باداران خو مجاهدین له واکه… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه. مجاهد ته، سټی کنډو کی اوسیږم.د دا جګو غرو څخه هر څه وینم.د انترنیت د لاری ټولی دنیا سره هم ارتباط لرم. ستا تبصری هم چه وخت ولرم لولم ،ټولی تبصری د جنګ جدل د افغانانو تر منځ بی اتفاقی ته لیکی. زه خو دا نعری وهم چه طالیبان شل کاله نور هم وجنګیږی بیا هم افغانستان حکومت نشی چپه کولای.ځکه په نولس کالو کی یی یو واری کندز دوه ورځو لپاره ونیو او بیا په تیښته ترینه وتښتیدل.اوس دوی ته هم پته شته چه د جنګ د لاری کامیابدل ناممکن دی.طالیبان د همدی ټک ټوک لپاره دی… نور لوستل »

جميل

طالبانو کرامو ته نه ښايی چی د اشغالګرو د وتلو نه مخکی او يا د هغو د وتلو د نيټی د اعلانولو دمخه دی د غلام دولت سره خبری وکړی ، خو هغه وخت هم چی خبری ورسره کوی هغه بايد د هغو پر تسليمی باندی وی نه د کوم امتياز او مقام ورمنل . بيشرمه او بګيله امريکا پدی لټه کی ده چی د امريکا -افغان جګړی ته د افغانانو خپل مينځی جګړی نوم ورکړی او ځان صلح دوست او مينځګړی وښيی چی بيابه د دی سپيڅلی جهاد نتيجه هم بی خونده او د شهيدانو د هغه ارمان ارمانونه… نور لوستل »

مجاهد

پشتین صاحب سلامونه مو ومنی! ستاسی د ځوابیه تبصری ځواب : لمړی : د ستو کنډو په ځای هالیند امستردام کی هستوګنه لری هلته هم انترنت ډیر دی. مونږ په دی خبره تاته چه تاسی چیری اوسیږی حتی که مکه معظمه او لا په ماسکو،کابل او یاپاریس کی واوسیږی نه درته کریدت درکوو او نه یی درڅخه کموو ، ټوله د الله ج زمکه ده ،دا مهمه نه ده څوک چیری دی دا مهمه ده چه څوک څه لیدلوری او یا تګلیاره لری. دوهم : تاسی لیکلی، چه زمونږ تبصری ټولی بی اتفاقی زیږوی، دا خبره دی هم د سټی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! ستاسی تبصری لولم الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی او له حقایقو ډکی تبصری لیکی زه یی ستاینه کوم حتی له لوستلو دمخه پوهیږی چه تاسی پکی څه لیکلی دا خبره چه طالبان به د کومو لویو او یا کوچنیو اشتباهاتو سره مخ شی ممکنه ده معصومیت نه لری زمونږ په شان انسانان دی ( مګر تقوی او معنویات یی تر مونږ ډیر پورته دی ) مګر دومره درته وایم چه د طالبانو سره د الله ج مرسته ده هره کړنه ، هر کنفرانس ، نظامی اړخ ، فرهنګی اړخ یی تر ټولو دمخه او د دوی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx