سوريې کې تازه جګړو له سلو زيات کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سوريې په شمال لويديځو سيمو کې د بشارالاسد حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو او بمباريو کې له سلو زيات کسان وژل شوي دي.

سوريې کې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، له تېرو دوو ورځو راهيسې په روانو نښتو کې اتو ملکيانو هم خپل ژوند بایللی دی.

ملګري ملتونه هم وايي، داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې په وروستيو بمباريو او نښتو کې د روغتيايي مرکزونو کارکوونکي وژل شوي دي.

د جګړې څارونکې برتانوي اداره «وار  مونيټر» وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې په روانو نښتو کې ۵۷ حکومتي عسکر او ۴۴ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې سيمه ييز مشر رامي عبدالرحمن وايي، سيمه کې د حکومتي الوتکو او درنو وسلو د شتون له امله لا هم جګړې روانې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګيوتيرس په بمباريو کې د ملکیانو او طبي مرکزونو د په نښه کولو غندنه کړې او ټينګار يې کړی، چې د جګړو پر مهال باید د طبي مرکزونو حفاظت وکړی شي.

په عفرين  سيمه کې موټر بم برید

د بشري حقونو څارونکې ډله وايي عفرين سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې موټربم بريد کې د اتو ملکيانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي وو.

د دې بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو يوه حکومتي قومندان د دې بريد پړه پر کردي ياغيانو اچولې ده.

د دې سربېره په عفرين سيمه کې روسي الوتکو هم بمبارۍ کړي او د وسله والو مخالفينو سربېره يې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې، چې سوريه کې د حکومت مخالف مظاهرې په جګړو اوښتي، تر اوسه په کې له درې لکو او اويا زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د