نړۍ

پاکستان د هوایي حریم د خلاصولو لپاره د هند غوښتنه رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): پاکستان د خپل هوايي حریم د خلاصولو لپاره د هند غوښتنه په مشروط ډول رد کړې ده.

د پاکستان د هوانوردۍ ادارې منشي شارخ نصرت د چې د پارلیماني کمېټې له خوا استجواب شوې و ویلي چې د هند حکومت د هوايي حریم د خلاصولو لپاره ترې غوښتنه کړې خو دوی ورته ویلي چې هند باید لومړی خپلې جنګي الوتکې چې پاکستان پولو سره نېږدې ځای پر ځای دي بېرته لرې کړي.

د پاکستان د هوايي حریم د بندیدو وروسته نه یواځې هندي شرکتونو، بلکې پاکستاني او افغان هوايي شرکتونو هم ډیر تاوانونه کړي دي.

د هند هوانوردۍ وزارت وايي چې د پاکستان د هوايي حریم د تړلو له کبله هند تر دې دمه د اوږدو لارو لپاره ۴ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه هندۍ کلدارې مصرف کړي دي.

پاکستان خپل هوايي حریم د هند سره په لویدیځ سرحد کې د هر ډول پروازونو پر مخ د روان کال د فرورۍ د میاشتې راهیسې تړلی دی.

د پاکستان د هوانوردۍ ادارې نن د پنځم ځل لپاره دغه بندیز د جولایي تر ۲۶مې نېټې پورې تمدید کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x