د دوحې په بین الافغاني ناسته کې د طالبانو د دریځ متن / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سولې په بین الافغاني کانفرانس په پیل کې لومړۍ وینا د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي وکړه.

نوموړي لاندي وینا چې له مخکې په لیکلي بڼه ورسره وه، په کانفرانس کې ولوستله. (ویډیو د همدې صفحې په پای کې ده).

===

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده ، أما بعد:

لَّا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا . النساء (۱۱۴) .

ټولو درنو حضارو، ورونو اوخویندو ته؛ السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

خوښ یم چې پداسې یوه درنه او مهمه غونډه کې تاسې سره شریک یم .

په پيل کې غواړم چې د قطر د محترم امیر، د خارجه چارو وزیر او چارواکو څخه، د افغانستان لپاره د المان د خاص استازي او بیرګوف مؤسسې د مشرڅخه مننه وکړم چې د داسې لويې او مهمې غونډې زمینه یې برابره کړې ده . اسلامي امارت د دوی دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.

ګرانو هیواد والو!

د افغانستان اسلامي امارت د االله تعالی په نصرت او بیا د افغان مسلمان ولس په مرسته د تیرو تقریبأ دوو لسیزو راهیسې د امریکې او د هغې د متحدینو د یرغل په وړاندې وسله واله مبارزه کوي. پدې موده کې یې د سر او مال هر ډول قربانۍ یې ورکړی دي او ټولې نړۍ ته یې په کراتو ویلي چې د هیواد نه بهر تخریبی اجنډا نلري خو د هیواد خپلواکي او هلته زموږ د دیني او افغاني ارزښتونو سره سم اسلامي نظام جوړول زموږ حق دی. د همدې مقصد لپاره په نظامي او سیاسي برخو کې هلې ځلې کوي.

لکه څنګه چې تاسې ته معلومه ده، د اسلامي امارت سیاسي دفتر د نورو هیوادونو ترڅنګ د امریکې هیواد د هئیتونو سره مخکې پرله پسې غونډې کړې دي. وروستي مذاکرات یې هم دلته په دوحه کې ؤ او پرمختګ هم پکې شوی خو ځینې مهم ټکي لا پاته دي چې باید نهايي او د نړیوالو شاهدانو په حضور کې اعلان شي. دغه مذاکرات د نورو اړوند ټکیو ترڅنګ په دوو ټکیو باندې متمرکز وو چې هغه له افغانستان څخه د ټولو خارجي قواوو وتل او د نورو هیوادونو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالول دي.

باید ووایو د اشغال ختمول زمونږ د ټولو افغانانو ګډ مسئولیت دی او ویاړیې هم ټول ملت ته راجع کیږي. د اشغال له خاتمې وروسته، اسلامي امارت د قدرت د انحصار په فکر کې نه دی بلکې غواړي د ټولو افغانانو سره په مشوره،  په ګران هیواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام قائم کړي.

محترمو وروڼو او خویندو !

اوس غواړم په مشخصه توګه د سولې په اړه او همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت په داخلي او خارجي پالیسې باندې رڼا واچوم .

سـولـه :

سوله د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، له سولې پرته آرام ژوند ، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونۍ دی. هر چیرې چې د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي او ځای به یې جنګونه  نیسي.

جګړه په افغان ولس تپل شوې ده؛ ځکه چې هیواد یې اشغال شوی او اشغالګرو یو اسلامي خپلواک نظام له منځه وړی، نو تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه لاړ شي چې په افغانستان کې د سولې له منځه تلو او د جګړې د دوام باعث ګرځیدلي دي.

  • د سولې لپاره مقدماتي اقدامات

زموږ په نظرد سولې اواعتماد سازي لپاره باید لاندې مقدماتي ګامونه پورته شي.

تورلیست ختمول

د سولې پروسه او تورلیست دوه متضاد مفاهیم دي، نو په کار ده چې دغه بې بنیاده تورلیست او د جایزې لیست ختم شي، تر څو د اسلامي امارت ټول مشران او استازي د قید او شرط څخه پرته وکولای شي چې د سولې او مذهبي او انساني ضرورتونو لپاره سفر وکړی شي.

د بندیانو آزادول:

امریکا او د کابل ادارې په لسګونو زره افغانان او مجاهدین په خپلو پټو او ښکاره زندانونو کې اچولي او له هغوی سره د ټولو قوانینو خلاف  ناوړه او بد چلند کوي .

‌ د سولې د راتلو او فاصلې کمولو له پاره باید جانب مقابل د اسلامي امارت مجاهدین او عام بې ګناه افغانان چې له مجاهدینو سره د تړاو په تور زندانونو کې دي، آزاد کړی . د دوی کمه شمیره بندیان آزاد شوی خو کافی نه دي، باید ټول آزاد شي، همداراز ټولې ښځینه بندیانې که د هرلوري سره وي چې د ښکیلو اړخونو سره د تړاو په تور نیول شوی وي آزادې شی .

په ځانګړې توګه د اعتماد سازي فضاء د رامنځته کولو لپاره هغه بندیان چې د مسکو په تیره غونډه کې د افغانانو د اتفاقي غوښتنې په توګه تایید شوې، آزاد  شی لکه :

هغه بندیان چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو لوړ وي  .

هغه بندیان چې مریضان وي .

هغه بندیان چې د بند موده یې پوره وي یا کمه پاتې وي  .

د سولې په وړاندې خنډونه:

  • اشغال

تاریخ ثابته کړې چې افغان ولس هیڅ وخت اشغال ته غاړه نه ده ایښې.په افغانستان کې سوله د ټولو خارجي قواوو د وتلوسره تړلې ده. د واقعي سولي لپاره باید د ولس اجتماعي ارادې ته غاړه کیښودل شي او اشغال پای ته ورسیږی ځکه چې د خارجي قواوو وتل د سولې لپاره عملي زمینه برابروي ؛ د سولې لپاره پخې ارادې او په واقعیتونو ولاړې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې په هغې کې د اشغال خاتمه مهم جزء دی.

  •  د پردیو لخوا تپل شوې اداره :

ټولو ته معلومه ده چې د کابل اوسنۍ اداره د افغان ولس د ارادې ممثله نده نو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره باید د خارجي لاسونو پرته پداسې افغان شموله خپلواک اسلامي نظام توافق وشي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو څرګندوی وي؛ ځکه چې خپلواک اسلامي نظام د هیواد د اقتصادي پرمختګ، اجتماعي عدالت او ملي یو والي ضامن دی.

  • موجوده اساسي قانون

اساسي قانون د هر هیواد لپاره بنیادي ضرورت دی خو موجوده اساسي قانون چې د اشغال تر سیوري لاندې د افغانستان په مسلمانې ټولنې تپل شوی دی د اعتبار وړ ندی ، د افغانانو غوښتنو ته ځواب نشي ویلای. اسلامي امارت د خپل ګران هیواد لپاره داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي; انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقونو ته ژمن وي او د ټولو هیوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي. د داسې اساسي قانون مسوده باید د حریت په آزاده فضا کې د افغاني علماوو او پوهانو لخوا ترتیب او بیا تصویب شي.

د افغانستان اسلامي امارت خارجي تګلاره

  1. د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول:

اسلامي امارت پدې باور دی چې په یوه هیواد کې د ټولو ناخوالو اساسي لامل بهرنۍ لاسوهنې او یرغلونه دي، نو غواړو ووایو چې موږ تخریبی اجنډا نه لرو او له پيل څخه موعملأ ثابته کړې چې په نورو هیوادونو کې مو هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. بل چاته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ګاوندیو په شمول د نورو هیوادونو په خلاف استعمال کړي .

همدا راز نورو هیوادو ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړی .

  1. د نورو هیوادونو سره مثبتې اړیکې :

په هیواد کې د سولې او خپلواکی وروسته غواړو د اسلامي نظام او د ګران هیواد علیا مصالحو ته په کتو سره د نړی له هیوادونو او په ځانګړی توګه د ګاونډیو سره د متقابل احترام په اساس مثبتې او تعمیري اړیکې ولرو. همدارنګه د ناپییلتوب سیاست په چوکاټ کې په سیمه کې د منفي سیالیو په ځاي د مثبتو او متوازنو اړیکو د غښتلوالی او ودې غوښتونکی یو .

  1. د سیمې او نړۍ په سوله کې رغنده رول :

اسلامي امارت د شرعي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې  بین المللی اصولو ته متعهد دی. مونږ نه غواړو چې هیواد مو د سیمې او نړی د هیوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وی بلکې د یوه  مستقل ، خپلواک او قوي هیواد په توګه غواړو د سیمې ، نړی او خصوصا د اسلامی هیوادونو د قضایاو په حل ، ثبات او سوله کې رغنده رول ولوبوو .

  1. خارجي پانګونې ته تسهیلات برابرول :

سرمایه ګزاري د یوه هیواد د اقتصادي ډګر د پیاوړی کولو، د نورو هیوادونو سره اوږد مهالو هر اړخیزو اړیکو قایمولو ، او خلکو ته د کار پیدا کولو لپاره یوه غوره لار بلل کیږي. افغانستان بهرنۍ پانګه اچونې ته اړتیا لري او په طبیعي ډول دې کار ته چمتو دی ځکه چې زمونږ هیواد د جغرافیایی موقعیت په اعتبار د جنوبی او مینځنی اسیا هیوادونو ترمنځ د وصل نقطه او د تجارت لار ده نو غواړو په سیمه کې د هیوادونو سره خپلې تجارتی اړیکې لا پیاوړې کړو.

د افغانستان اسلامي امارت داخلي تګلاره

  1. د ملي شتمنیو ساتنه :

اسلامي امارت د ګران هیواد د ملي شتمنیو ساتنه او د هغوي څخه د ولسي ښیرازۍ په موخه سالمه او فني ګټه اخیستنه، اسلامي او ملي فریضه ګڼي او د ولس د سوکالی او هیواد والو د پرمختګ لامل یې بولي نو ځکه د هیواد پریمانه اوبه ، پراخه ځنګلونه او ترځمکې لاندې مختلف النوع طبیعی زیرمې باید په سمه توګه مدیریت شي او د فساد مخه یې ونیول شي .

اقتصادي زیربناوې ، دیني ، علمي ، صحي مراکز او نور عام المنفعه تأسیسات د ولس ګډ مال دی. ساتنه یې هم د ټولو دنده ده نو پکار ده چې جدي توجه ورته وشي او د مفسدینو لاسونه لنډ شي .

  1. د مخدره موادو د کښت، استعمال او قاچاق مخنیوی:

د اسلامي امارت د علني واکمنی په وخت کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شوی و او د افغانانو په مینځ کې پر هیروئینو د معتادوکسانو کچه تقریبا د نشت برابره وه. خو د ۱۸ کلن اشغال تر سیوري لاندې اوس په افغانستان کې دکوکنارو د کرل شوې ځمکې مساحت شاوخوا۲۸۰زره هکتاره اود معتادینو شمیر څه د پاسه ۵.۳ ملیونو کسانو ته رسیدلی دی.، او ډیری برخه ماشومان او ښځې دي.

د اسلامي امارت پالیسي د کوکنارو د کښت ، مخدره موادو استعمال او د قاچاق مخنیوی دی. د اشغال ترختمیدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی چې د دوستو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او هماهنګۍ، په ټول هیواد کې د بدیل معیشت په برابرولو سره  د کوکنارو کښت تدریجا صفر ته راټیټ کړي او همدارنګه د مخدره موادو د استعمال او قاچاق مخنیوی وکړی .

  1. د ملکي تلفاتو مخنیوی:

په افغانستان کې د روانې تپل شوې جګړې له امله د ملکي تلفاتو کچه مخ په زیاتیدو ده ، د خپل ولس دغه حالت نه یواځې مونږ بلکې هر با احساسه انسان ډیرځوروي ځکه نو  ډیرۍ وختونه مجاهدینو خپل عملیات له دې امله ځنډولي چې هلته د ملکي تلفاتو اندېښنه وي .

اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره لاندې عملي اقدامات کړي او کوي یې:

۱.اسلامي امارت پخپلو تشکیلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي مستقله اداره لري چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره کار کوي. په ھر ولايت کې خپل نماينده ګان لري چې پيښې له نږدې څخه په دقت څيړي، د ملکي تلفاتو او ملکي خساراتو په اړه مؤثق راپورونه نشروي . همدارنګه د یوناما او نورو بشري موسساتو سره د ملکی تلفاتو د مخنیوی په اړه وخت په وخت ناستې کوي .

۲.د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په منظم ډول مجاهدینو ته د علماوو له خوا لارښوونې کیږي او په دې هکله باقاعده سیمینارونه دائریږي.

۳.د مجاهدینو لیکو ته وخت په وخت با صلاحیته  هیئتونه ځي تر څو د ملکي تلفاتو پیښې وڅیړي او مرتکبین یې محاکمه کړي .

خو امریکایان او د دوی ملګري  په ملکي سیمو ړندې بمبارۍ کوی؛ درنې وسلې استعمالوي او په کورونو د شپې چاپې وهي، د کورنۍ اعضاء، ځوانان، سپین ږیري ، ښځې او ماشومان په خپلو کورونو کې  شهیدانوی، کورونه یې ورانوي او د کور شتمنی یې چور کوي ، خلک په اشتباه نیسی او بیایې د تعذیب او شکنجو لاندې وژني.

له بده مرغه ځینی رسنۍ بیا عمدا داسې خبرونه  نه نشروي او دغه ډول پیښې بې ثبته پاتې کیږي چې په نتیجه کې یې اصلي عاملین پټ پاتې شی او دا کارمرتکبینو ته نور جرأت هم  ورکوي چې خپلو جنایاتو ته ادامه ورکړي .

  1. بشري مرستې :

روان وضعیت ته په کتو سره افغان ولس تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته ضرورت لري له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت که له یوه اړخه د هیواد د خپلواکۍ لپاره په مبارزه بوخت دی، له بله اړخه د امارت تر کنترول لاندې ساحو کې د هیوادوالو د امنیت ، خوندیتوب او سوکالۍ په اړه هم جدي ګامونه پورته کړي دي .

اسلامي امارت د بشر دوسته هیوادونو، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوالو مؤسساتو، ملي سوداګرو او نورو بشري بنسټونو امنیت ته ځان ژمن بولي او په دوی باندې غږ کوي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د هیواد په  ټولو ساحو کې مستحقو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

  1. د ښځو حقوق:

اسلام ښځو ته ټول بنیادي حقوق، لکه  د تعلیم، کار، د خاوند د اختیار ،تجارت ، ملکیت ، میراث او نور حقوق ورکړی دی. اسلامي امارت د ښځو د حقوقو په هکله ډیره واضحه او شامله تګلاره لري . د اسلام او افغانیت په چوکاټ کې  د ښځو حقوق باید په داسې ډول خوندي شي چې هم د هغوی روا حقوق تر پښو لاندې نشي او هم یی انساني ، اسلامي او افغاني کرامت پر ځای شی . همداراز اسلامي امارت ژمن دی چې د ښځو په خلاف ټول هغه ناروا رواجونه او دودونه چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کوي له منځه یوسي  .

په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په وړاندې د اشغال له امله ګڼې ننګونې شته دي، د ښځو د خشونت په زرګونو پیښې شوې دي. همدارنګه په هیواد کې د کیمیاوي بمونو د استعمال له کبله زیات معیوب ماشومان زیږي.

  1. د بیان آزادي :

.د بیان د ازادۍ او اهمیت په اړه نبي کریم صلی الله علیم وسلم فرمایی :انَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ».الترمذي.

ژباړه: چې بيشکه لوی جهاد د حق خبره کول دي ظالم بادشاه ته.

د بیان ازادي او مطبوعات باید د خپل اصلي رسالت او مسؤلیت له مخې، عامه افکار مثبت لوري ته رهبري کړي، د حکومت نیمګړتیاوې په ګوته کړی او خلکو ته حقایق ورسوي .

پورته ارزښت ته په کتو سره اسلامي امارت د رسنیو په اهمیت او اړتیا باور لري او د ټولنې د اصلاح، آګاهی او لوړو ګټو د ساتنې لپاره یې ښه وسیله بولي ، البته د بیان ازادي کې باید دغه لاندې اصول مراعات شي.

۱- معلومات یې ریښتني وي او حقایق ورسوي۲-  د بهتان او دروغو څخه اجتناب وکړي ۳- د چا سر، مال او ابرو  ته ضرر ونه رسوي ۴- د ظالم ظلم ښکاره او خیانت یې په ډاګه شي۵-  د اسلام او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي، ۶- ملي اسرار پکې افشا نشي .

  1. د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو خلکو ځاي په ځاي کول :

اسلامي امارت غواړي په هیواد کې د سولې او ثبات وروسته د بهر میشت افغان مهاجرینو موضوع ته جدي توجه وکړي ترڅو دوي په خپله خوښه او په عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي . دوی د دین او وطن د مینې په خاطر هجرت کړی ، د هیواد د خپلواکی ، اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې يې ډیر کړاوونه لیدلی او قربانی یې ورکړی . د افغان مهاجرینو نوي نسل ځان په دیني اوعصري علومو سنبال کړی او ښه ظرفیتونه لري چې د هیواد د پرمختګ لپاره ستره اقتصادی او بشري قوه ده .

  1. د ځوانانو اهمیت او سالمه روزنه:

ځوانان د یوه هیواد یا ټولنې تر ټولو ازښتمنه سرمایه ده ، خوشبختانه افغانستان د ځوانانو په لحاظ  د ډیرو هیوادونو په پرتله غنی هیواد دی چې د نفوس تر نیمایی ډیر یې ځوانان دي او الحمدلله ډیره برخه یې په تعلیم او مسلکي حرفو سنبال دي.

اسلامي امارت د پیل څخه پر ځوانانو ولاړ وو ، او اوس هم زمونږ په  ټولو ادارو کې ځوانان د مسؤلینو او مؤظفینو اکثریت برخه تشکیلوی. اسلامي امارت د ځوانانو او د هغوی د سالمي او مسلکي روزنې په اهمیت باور لری او همدا ځوانان دی چې په هیواد کې د سولې او خپلواکی وروسته به د هیواد په پرمختګ او استحکام کې مهم رول لوبوي.

اسلامي امارت اراده لري چې د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په مقصد په هیواد کې شته امکانات په کار واچوي او د دوستو هیوادونو پانګونې او مرستې راجلب کړي.

په پای کې زه له ټولو ګډونوالو څخه مننه کوم چې د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله یې زمونږ نظر اوپالیسی په توجه سره واوریده. د یوه سولییز، قوي او خپلواک اسلامي افغانستان په هیله .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د