
تبدیلي؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
ھفتې پر میاشتو واوړي، پورہ یو کال بدل شي
یو ځای نظام بدل شي، بل ځای اشغال بدل شي
د شفق سرہ غومبوري، د تور ماښام خوراک شي
دلته ښایست د ضعیف، تل په زوال بدل شي
ماضي روښانه لرو، خو مستقبل تیارہ دی
رڼا کولو ته یې، باید چې حال بدل شي
په ملگرتیا دې ویاړي، سم د سړي زوی به وي
خو چې چوکۍ پیدا کړي، ھغه مھال بدل شي
د امنیت راوستل، صیبه په دې نه کیږي
چې یا والي لیرې شي، یا ولسوال بدل شي
دا نولس کاله پورہ، اورو یوہ سندرہ
راځئ! مُطرِب بدل کړو، چې سُر او تال بدل شي
منمه مات به مو کړې، خو بدلوی مو نه شې!
نه به آذان بدل شي، نه به بلال شي
د ځناورو لښکر، مو ماشومان را وژني
خو چې طالب ته مخ شي، پړانگ په شغال بدل شي
ھاغه غاورہ جینۍ، چې یې د زرکې تگ کړ
اوس یې لالی شھید شو، نور به یې چال بدل شي
د خزانې د پاسه، د ملنگانو قوم یو
د سوال کچکول مو راته، بیرته په سوال بدل شي
د زلفو سیوری وکړہ، یو څه مُسکۍ شه ورته
حفیظ غمو گیر کړی، که لږ یې خیال بدل شي
حفیظ الدین پیرزادہ
ستاکھولم سویډن