
حقيقي او درباري عالمان
د،ب،هيښ
د حقيقي علماوو سرو کار ، ژوند ، راشه درشه او تعاملات د خپلو خلکو سره دي .
خلک ورسره په تماس کې دي او خبرې او عمل يې سم ويني .
خو د اجيرو ، معامله ګرو او درباري عالمانو رابطه بيا د حکومتونو او دربارنو سره وي او ملت هیڅ معرفت نه ور سره لري .
همدا وجهه ده چې د اولس په ځای د حکومتونو د منافعو او موقفونو نه دفاع کوي .
اولس همېشه د عالم تر شا درېدلی دئ او امر يې د سر په سترګو منلی دئ ، خو دولتي او اجير عالم بيا ور ته شا کړې ده او د اولس د اخلاص او مينې نه يې د حاکمه استبداد د بقا او نفوذ د پاره سؤ استفاده کړې ده.
دا رسم او دود بايد نور ختم شي .
دديني عالم علميت به د مدرسې او پوهنتون له لوري تاييد او تصديق کيږي ، خو دين ته د تعهد او وفا شاهدې يې بايد مقتديان او اولس وکړي ، نه د حاکمانو او سياسيونو اداره او مقامات .
دين بايد نور د سياسي قدرت د استحکام د انحصار نه راووزي او د اولس د ارشاد او هدايت وظيفه په غاړه واخلي .
ديني عالمان خپله بايد د اولس په تاييد او انتخاب د سياسي امورو مجريان شي ، نه د دسياسيونو دخيرنو مخونو د ښايسته کولو مک آپ .
عالم بايد خپل مقام او منزلت وپيژني او دومره ذليل نه شي چې د سياسيونو د خواهشاتو قرباني شي .
په اسلام کې د دنيا تر ټولو نه ستر مقام د امام دئ او دا مقام بايد د معاملهګرو او فرصت طلبانو د اغراضو قرباني نه شي .
نور اولس د متعددو ، متناقضو او متضادو ديني فتواوو نه پوزې ته راغلئ دئ ، چې د هرې کوڅې او جادې نه د عالمانو تر نامه لاندې بې مسؤليته صادريږي .
د فتوا او شرعي فيصلې مرجع بايد معلومه شي او دا مرجع بايد مستقله ، انتخابي او د سياسيونو د دخالت نه محفوظه وي .
ددې مرجع د پاره د وړ کسانو معيار بايد د عام مسلمان اولس شهادت ، تاييد او انتخاب وي او د مجهولو او اولس ته نامعلومو علماوو د ورود مخه په تقلب او جعل سره بايد ونيول شي .
د حقيقي او متعهدو علماوو انتخاب فقط د هغوی په شهرت سره چې مسلمان اولس ته يې عملا” ثابت کړئ دئ بايد صورت ونيسي او اولس يې د صالح عمل ، دين ته د وفاداري او اخلاص او ايماندارۍ شاهدي او تاييد وکړي .
نو هلته به اسلامي ملت او امت د پاڼ او پړاڼګ تر منځ لکه اوس نه واقع کيږي او د جهاد او فساد لارې به ورته په يوه خوله او اواز ښودل کيږي او د اوسني مصيبت په شان د بل مصيبت د وقوع خطر به له منځه ولاړشي .
بارک اللهُ تعالی