افغانستان

پکتيکا؛ خوشامند ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ له اوږدې محاصرې وروسته د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې ياده ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو له لوري محاصره شوې وه چې نن مازيګر يې نيولې ده.

مجاهد ويلي دي چې امنيتي ځواکونو ته تلفات هم اوښتي دي او نيم يې له سيمې څخه تښتېدلي او ګڼ شمير وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

خوشامند ولسوالۍ د پکتيکا يوه له نا امنه ولسواليو ده چې په ډېرو برخو يې طالبان واکمن دی او وخت په وخت يې له امنيتي ځواکونو سره جګړې رامنځته کیږي.

تر اوسه د پکتيکا امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
پرون ملا خیر خواه قطر کی خپله انتریوو کی وییلی وه چه زموږ جګړه له امریکا سره ده ،افغانانو سره زموږ جګړه نشته،
خو شامند ولسوالی کی هیڅ کوم امریکایی نشته.نه وه.نو ملا صاحب ،
د خو شامند جګړه د افغانانو سره نه ده؟
بل دا چه د خوشامند جګړه سره اسلام مبارک دین کوم ځای کمزوری وه ؟چه دا جګړی سره اوس قوی شو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x