(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۹) سوریه…. دسوریی دولتي چارواکوخبرورکړیدي چي دهیواد په دریم لوي ښارحمص او په شمالي ښار با نیاس کي مظاهره کونکو په وسلوال بغاوت لاس پوری کړیدي، دپولیسو له لوري هغه وخت لاریون کونکو ته دسخت عکس العمل خبرداری ورکړل شو، کله چي مظاهره کونکو غوښتل دحمص ښارمرکزي څلورلاره ترخپلی ولکي لاندي راولي اوترهغه پوري پاته شي ترڅو چي بشارلاسد له واکه لاس به سرشوی نه وي ، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی دپولیسو له لوري پرمظاهره کونکو باندي ډزي وشوي او داسی راپورونه راغلیدي چي دښارمرکزي څلورلاري اوس له لاریون کونکو څخه خالي شویده، دري ورځي مخکی بشارالاسد ویلی وو راتلونکی اوني کي په په هیواد کی ۵۰کلن بیړني حالت ته دپای ټکی ږدي، اوټول سیاسي زندانیان به خوشي کوي چه دغه دواړي ژمني دلاریون کونکو عمده غوښتني وي.لیکن دسوریی په ګاونډ کي له لینان څخه دبی بی سي خبریال خبرورکړیدي، چي دبشارالاسد له ژمني سره سره چي هیوادکي به بیړني حالت ته دپای ټکي ږدي، خلګو له مظاهرو څخه لاس ندي اخیستي بلکه لاریونونو نورهم زوراخیستي دي.دتیری دوشنبي په ورځ دسوریی دکورنیو چارو وزیر ویلي وو داسي مالومیږي چي سوریه کی سلفی مسلکه وسلوالو ډلو وسلوال بغاوت ته لاس اچولیدي، خصوصا دحمص اوبانیاس په ښارونو کي دسلفیانو ښکاره ډلي دي چي دلاریون کونکو به جامو کي یی وسلوال بغاوت ته ملاتړلیده، دوی باید پوه شي چي دارنګه بغاوت هیڅکله دمنلو وړندي، سلفیت دسني مسلمانانو یوه سخت دریځه ډله ده چي ډیري عرب هیوادونه یی له القاعده سره پرتله کوي، شنونکي وایی لدي څخه مالومیږي چي دسوریی چارواکي به له لاریون کونکو سره هغه سلوک وکړي کوم چي نورهیوادونه یی له القاعده سره کوي.
دسوریی په هیواد کي دمظاهرو له پیله بیا تراوسه پوري څه دپاسه ۲۰۰ لاریون کونکي وژل شویدي، نن سهارهم دپولیسو له لوری برلاریون کونکو باندي سختي ډزی شوی وي، یوه لاریون کونکي چی خپل نوم یی عمر ښودلو دبی بی سي عربي څانګي ته په خپلو خبروکي وویل ماولیده چی یو مظاهره کونکي دپولیسو له لوري په ډزو سره ووژل شو، نوموړي چغي کړي ډزوته غوږ شه ایا ته دا ډزي اوري، ؛ډزي دي ډزي دي ګوره پرمونږباندي دباران په شان اوریږي، ایا ته نه اوري څومري درني ډزی دي، څه فکرکوی دا دچا لوري ډزي کیږي، دا درني ډزي دپولیسو له لوري دي، له بله لوري څخه دغه رنګه ډزي کله هم ندي شوي، دسوریي رسمی خبري رسني سنا راپورورکړیدي چي دنن دورځی په لاریونونو کي یو کس لوړ رتبه پولیس دخپلو دوو زامنو په شمول وژل شویدي، چي وروسته یی مړي د لاریون کونکو له لوري سخت ځپل شویدي، سوریه چي په سیمه کي دلیبیا له هیواد سره ورته والی لري، اودیولړ ملګرو لکه ایران، په لبنان کي حزب الله اوپه فلسطین کي دحماس دډلي به شمول کوم چی له اسرائیلو سره دسولي دخبرو مخالفت کوی یو مهم غړي دي، کچیري په سیمه کي دسوریی هیواد له ناکراریو سره مخ کیږي، نوداڅرګند خبره ده چي ملګري به یی هم له مشکلاتو سره لاس اوګریوان وي لیکن دسوریی دکړاوونو غټ اثربه پر ګاونډي هیواد لبنان باندي پریوزی، په هرصورت، که سوریه کي امن وی، نو لبنان کي به هم امن وي اوکه سوریه کي ګډوډي وي نو لبنان کي به هم ګډوډي وي، له بله لوري اسرائیل هم دسوریی و حالاتوته په غور سره ګوري او اسرائیلو همیشه سوریی ده ددښمن په سترګه کتلیدي. بخت الرحمن بخت …………..نن ټکی اسیا
This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish.AcceptRejectRead More
Privacy & Cookies Policy
Privacy Overview
This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these cookies, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities of the website. We also use third-party cookies that help us analyze and understand how you use this website. These cookies will be stored in your browser only with your consent. You also have the option to opt-out of these cookies. But opting out of some of these cookies may have an effect on your browsing experience.
Necessary cookies are absolutely essential for the website to function properly. This category only includes cookies that ensures basic functionalities and security features of the website. These cookies do not store any personal information.
Any cookies that may not be particularly necessary for the website to function and is used specifically to collect user personal data via analytics, ads, other embedded contents are termed as non-necessary cookies. It is mandatory to procure user consent prior to running these cookies on your website.