د نړیوال جام پایلوبې یو ټکټ په «۱۶۰۰۰» پونډه پلورل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام پایلوبې کتلو لپاره له غیر قانوني لارې یو ټکټ په «۱۶۵۸۴» انګلستاني پونډه چې ۱۶لکه ۷۳زره افغانۍ (۱۶۷۳۲۷۵)، یا تر (۲۱۰۰۰) ډالر کیږي پلورل شوی دی.

که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړی چې هغه ټکټونه کوم چې د غیر قانوني لارو څخه پلورل کیږي رد کوي،  خو سربېره پر دې هم دوه ټکټونه چې د هر یو بیه «۱۶۰۰۰» پونډه ایښودل شوې وه پلورل شوي دي.

د یو شمېر راپورونو له مخې نن د جمعې په ورځ سهار پر (StubHub) ویبپاڼې د نړیوال جام پایلوبې لپاره دوه ټکټونه چې اصلي بیه یې شاوخوا «۳۰۰» پونډه وه د خرڅلاو پرمهال له ۱۶زرو په پورته بیه وړاندې کړي وو.

دا هغه ټکټونه وو چې بېلا بېلو مینوالو پخوا د نړیوال جام پایلوبې کتلو لپاره له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پونډه پورې رانیولي وو خو ددوی د خوښې لوبډله نړیوال جام ته د لار نه موندلو پرمهال اوس دوی کوښښ کوي دا ټکټونه د بېلا بېلو ویبپاڼو له لارې بیرته په لوړه بیه وپلوري.

د راپور له مخې ددغه ټکټونو بیې هغه مهال پورته شوې چې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلستان استرالیا ته ماتې ورکړه. راپور زیاتوي چې د ځینو ټکټونو بیې «۱۰۰۰۰» پونډه هم وړاندې شوي دي خو په عمومي ډول ټکټونه تر «۲۰۰۰» پونډه وپلورل شول.

د کرېکټ نړیوالې شورا ښکاره اعلان کړی چې نندارچیان دې له دغو ځایونو ټکټونه نه پلوري بلکې له قانوني لارو دې ترلاسه کړي، ځکه چې د غیر قانوني لارو ټکټونه پخوا یو وار اخیستل شوي او د دویم ځل لپاره په غیر قانوني لارو پلورل کیږي چې دوی ته د منلو وړ نه دي.

د کرېکټ نړیواله شورا زیاتوي چې مینوال کولای شي یوازې د ICC ویبپاڼې له لارې خرڅ شوي ټکټونه واخلي، دا هغه ټکټونه دي چې د هند او استرالیا مینوالو له نیمه پایلوبې وروسته بیرته ګرځولي وو.

نړیوالې شورا د بېلا بېلو (پلاټینیم، ګولډ، سیلور او برونز) کټیګوریانو لپاره ټکټونه له ۹۵ پونډو څخه تر ۳۹۵ پونډو د پلور لپاره وړاندې کړي وو.

د کرېکټ نړیوال جام پایلوبه به د انګلستان په تاریخي او مشهور لوبغالي «لارډز» کې د انګلستان او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، دغه لوبغالی د (۳۰۰۰۰) نندارچیانو ځای کولو وړتیا لري، خو شونې ده د پایلوبې لپاره لنډمهال یا موقتي ځای جوړ کړي.

د نړیوالې شورا د راپور سره سم ۴۱سلنه هندیانو د پایلوبې لپاره ټکټونه ترلاسه کړي وو، دوی فکر کاوه هند لوبډله به پایلوبې ته لار ومومي خو په نیمه پایلوبه کې هند له نیوزیلند څخه ماتې وخوړه او له نړیوال جام څخه بهر شوه، په دې سره یې مینوال اړ شول خپل ټکټونه پر نورو  مینوالو وپلوري.

همدا ډول د انګلستان لوبډلې مینوالو ۴۵سلنه ټکټونه ترلاسه کړي وو، ددې دواړو له جملې څخه زیاتره هندیان مینوالو خپل ټکټونه بیرته پر نړیوالې شوار او یا هم له نورو ویبپاڼو له لارو په پورته بیه پلورلو ته وړاندې کړل.

د یادونې ده چې د نړیوال جام پایلوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په ۱۴م جولایي د نیوزیلند او انګلستان لوبډلو ترمنځ په لارډز لوبغالي کې ترسره کیږي، تر دې دمه د دواړو لوبډلو څخه یې یوې هم د نړیوال جام اتلولي نه ده خپله کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د