د امریکا سفير: د دوحې ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا سفير جان بس تېره اوونۍ د جرمني او قطر په کوربه د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانستان روانې کشالې د حل کولو لپاره ګټوره او له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.

جان بس د دوحې ناستې په تړاو رسنيو ته ويلي، دغه ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه او د امریکا متحده ايالات هيله من دي، چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې پايلې او لاسته راوړنې په داسې توګه منظمې کړي، چې له مخې يې د افغانانو ترمنځ شته بې باوري او واټن ختم او ټول افغانان په يوه ټغر سره راټول شي.

نوموړي څو ورځې وړاندې هم د امریکا د خپلواکۍ  د ۲۴۳ کليزې په مناسبت د امریکا په سفارت کې يوې غونډې ته ويلي و، چې افغانان بايد له طالبانو سره سولې ته حاضر شي او زياته کړې يې وه، چې د افغانستان ستونزې حل کول د امریکا نه، بلکې د افغانانو کار دی، چې بايد په خپلو کې سره کيني او شته ستونزې سره حل و فصل کړي.

د امریکا سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو د دواړو غاړو په وينا له ګڼ شمېر لاسته راوړنو سره پای ته ورسېد او په عين حال کې د دوحې بين الافغاني ناسته هم ترسره شوې ده.

د اووم پړاو له خبرو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی د چين، روسيې او امریکا درې اړخيزې ناستې لپاره چين ته تللی و او اوس بېرته واشنګټن ته روان شوی دی.

امریکا او طالبان وايي، دواړه لوري له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي او راتلونکې ناسته کې به د بهرنيو  پوځيانو د وتلو مهالوېش او د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد نه کارولو په موضوع هوکړې ته ورسيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د