افغانستان

دوستم: ولسمشر د طالبانو د ځپلو مشورې راکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرلومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» یو ځل بیا د جګړې په ډګر کې د طالبانو د ځپلو ګواښ کړی او په وینا یې، په دې برخه کې یې دا ځل له اشرف غني هم مشورې اخستې.

طلوع نیوز د «باتور تلویزون» د راپور په حواله لیکي، دوستم د ۲ زرو جنګیالیو په ملتیا د فاریاب ولایت د اقچې او فیض اباد ولسوالیو د امنیتي وضعیت د څارنې په موخه راوتلی وو خو په لاره کې یې موټریز کاروان د طالبانو کمین ته هم برابر شوی.

دوستم وایي، طالبانو په شمالي ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی او له همدې لارې غواړي د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي خو موږ به یې پرېنږدو.

دوستم زیاته کړې، دوه زره فوځیان په واک کې لرم  او ډېر ژر به طالبانو ته ماتې ورکړم « دا ډول جګړو ته مو ډېره ماته ورکړې او دې ته هم له خیره ماته ورکوو. ما له ولسمشر سره خبرې کړې او کله چې له دې ځایه ولاړم بیا به هم رپوټ ورکړي».

د ګډ حکومت لومړی مرستیال داسې مهال په شمال کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو ډاډ ورکوي، چې په یادو سیمو کې د طالبانو زورورو بریدونو او ورځ تر بلې ډېرېدونکي نفوذ امنیتي چارواکي اندېښمن کړي، همدا تېره ورځ د جوزجان ولایت په چکچ ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي سرتېرو په کاروان برید کړی او ۴ ټانګونه او ۱ هایلکس موټر یې ترې سوځولي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دوستمه زویه! روغه کونه په ماهیانو مه خوره. طالبان د مات سپی سره نه جنګیږی. طالبانو خو یو ځل ځغلولی یی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x