افغانستان

د بشرحقونو څار سازمان: میدان وردګو کې پر روغتون د برید عاملین دې مجازات شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بشر حقونو د څار سازمان د افغان حکومت څخه غوښتي چې د میدان وردګو پر ملکي روغتون نظامي برید دې په جدي توګه وڅېړي او عاملین دې محاکمه کړي.

تېره سې شنبه (چنګاښ ۱۸مه) د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر یوه روغتون برید وکړ او د روغتون څلور کارکوونکې يې ووژل.

د بشرحقونو سازمان چې مرکز يې په امریکا کې دی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومتي ځواکونو له خوا روغتون د څلورو کارکوونکو وژنه تایید کړې ده.

یاد سازمان په روغتیايي مرکزونو قصدي برید جنګي جنایت بللی او له حکومت يې غوښتي چې د برید عاملین محاکمه کړي.

اعلاميې زیاته کړې چې په روغتيايي مرکزونو برید د بشري حقونو د قوانینو خلاف عمل دی او که په دغه ډول پېښو کې ککړ کسان مجازات نه شي داسې اعمال به نور هم ادامه پیدا کړي.

د سویډن کمېټې تېره ورځ ویلي وو چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې روغتون د دوی اړوند و او د دوی د معلوماتو پر اساس برید حکومتي ځواکونو کړی و.

یادې کمېټې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتي وو چې په غیرنظامي او روغتیايي ځایونو له بریدونو ډډه وکړي.

د دایمیرداد په روغتون له برید ۵ ورځې تېرې شي خو امنیتي مسوولینو تر دې دمه د پېښې په اړه هېڅ نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x