افغانستان

امریکایي جنرال: له افغانستان څخه په بیړه وتل «ستراتېژیکه» تېروتنه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل):د امریکا د متحده ایالاتو د فوځ لوی درستیز وايي، دا مني چې یوازې خبرې د افغانستان د اوږدې جګړې حل کېدای شي؛ خو  له دې سره، سره له دې هیواد څخه د امریکايي عسکرو په بیړه ایستل به د امریکا یوه ستراتېژیکه غلطي وي.

جنرال مارک میلي چې د کانګرس غړو ته یې خبرې کولې وویل «متحده ایالات له نړیوالو قوتونو سره د سیالۍ په یو ښه وخت او په پیچلي امنیتي وضعیت کې افغانستان پرېږدي او که چېرې موږ خپل فوځیان په بیړه له هغه ځایه راوباسو دا به زموږ یوه ستراتېژیکه تېروتنه وي».

میلي زیاته کړې، له طالب لوري سره زموږ د ډيپلوماټانو خبرې ددې وړ دي چې هیله دې ورته وشي او همدا خبرې یوازېنۍ لاره ده چې د افغانستان اوږده جګړه پای ته رسولای شي.

میلي همدا راز، د افغانستان په ګاونډ کې د چین هیواد د امریکا د امنیت لپاره مضر بللی او په وینا يي، تر څو لسیزو به د چین هیواد متحده ایالاتو لپاره ستر سرخوږی وي.

د امریکا د فوځ لوی درستیز داسې مهال له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو په چټکۍ را ایستل «تېروتنه» بولي، چې امریکايي ډيپلوماټان له طالب استازو سره د خبرو په جریان کې دي، تازه اووم پړاو خبرې ختمې شوې او دواړه لوري ادعا کوي، چې د بهرنیو فوځيانو د وتلو او له افغانستان څخه نړۍ ته د نه تهدید په موضوعاتو کې یې «رغنده» پرمختګ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x