افغانستان

خلیلزاد: افغانستان کې غوره «میراث» پرېږدو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل):د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی « زلمی خلیلزاد» وايي، امریکا له افغانستان څخه د فرار په لټه کې نه ده بلکې غواړي په دې هیواد کې یوه رښتیني سوله تر شا پرېږدي.

اسوشیټيد پریس خبرې اژانس د خلیلزاد له قوله لیکي « امریکا له افغانستان څخه د فرار په لټه کې نه ده، بلکې غواړي په افغانستان کې یوې پایدارې سولې ته ورسېږي او په دې توګه په افغانستان کې یو غوره میراث پرېږدي».

نوموړي زیاته کړه « موږ له افغانستان څخه د وتلو په یوه تعهد پسې نه بلکې د سولې په یوه تړون پسې ګرځو او ښځې به ددې اتلس کلنې جګړې د وتلو په برخه کې غوښنه برخه ولري.»

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې ډیپلوماټه « الیس ویلز» وايي، که د افغانستان اوسنی او یا هم راتلونکی حکومت د ښخو په برخه کې خنډونه جوړوي او هغوی د وروسته پاتې خلګو په ډله کې حسابي نو بیا دې له نړیوالو مرسته کوونکو د مرستې تمه نه لري.»

د امریکا متحده ایالات داسې مهال په افغانستان کې د یوې ريښتینې سولې د پرېښودلو ادعا کوي، چې له طالب استازو سره د امریکایي ډيپلوماټانو اووم پړاو خبرې تازه ختمې شوې او د دواړو لورو له څرګندونو څرګندېږي چې  یوه توافق ته د رسېدو په لار کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښی چاری،
امریکا د تیښتی لاره ګوری،مقابل طرف کی طالیبان هم د ۱۹۹۲ کال په شان د کباړ په لټه کی دی.
کله چه ۱۹۹۲افغان مجاهدین د راوالپنډی افغانستان ته راغلل ملک یی داسی کباړ کړ چه حتی د زمکی لاندی د برق کیبلونه یی هم را وییستل،
اوس بیا داسی تاریخ تکرار کیدونکی دی.

عبدالمالک همت

خليلزاد صاحب !دلته داسي خلک سته چي پوهيږي چي تاسي زموږ سره څه وکړه، په راتلونکې کي مو زموږ ګران هيواد او پتمن خلک د غرونو غرونو ستونزو سره مخامخ کړي، ارګ مو د فحشا په مرکز بدل کړ، دلته مو بې له ورانۍ، فساد فحشا، منفي آزاديو، د غلاوو، توپکي توب له ترويج ، د زور او قدرت جزيرو او مرګ ژوبلي بل څه نه دي کړي ، خو تاسي په درواغو د لاسته راوړنو غولوونکي ادعاوي کوئ. موږ پوهيږو چي دلته به د ښکېلاکګرو شوم ميراث څه وي، نو نوري نوري خبري پرېږدئ د خدای وحق ته غاړه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x