افغانستان

افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پریکنده ملاتړ ماموریت یا ناټو ویلي چې په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دی.

ناټو تر دې دمه د پېښې په اړه جزییات او چې چېرته یاد امریکايي عسکر وژل شوی معلومات نه دي ورکړي.

ناټو ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت د سیاست پر اساس امریکايي عسکر چې په جګړه کې وژل کیږي نومونه يې د ۲۴ ساعتونو او تر څېړنو وروسته خپریږي.

د روان کال د چنګاښ په ۵مه هم دوه امریکايي عسکر افغانستان کې وژل شوي وو.

د روان زیږدیز کال په ترڅ کې تر دې دمه ۱۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي. د راپورونو پر اساس د امریکايي یرغل وروسته تر دې دمه ۳ زره او ۵۶۱ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي چې ۲ زره او ۴۱۹ یې امریکايي دي.

تېر کال یواځې ۱۵ امریکايي عسکر وژل شوي وو.

د راپورونو پر اساس اوسمهال په افغانستان کې ۱۶زره بهرني ځواکونه د پریکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې میشت دي. دوی د نظامي عملیاتو سربېره د افغان امنیتي ځواکونو روزنه هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
داسی معلومیږی چه امریکایانو وژل ډیر مشکل دی.او ټول تلفات افغانانو ته رسیږی.په ټول کال کې ۱۰ لس امریکایان وژل شوی .او په زرګونو افغانان قتل شوی.
ایا دا جګړه په زرګونو تلفاتو ارزی؟
ایا د سوله وخت نه دی رسیدلی؟
نورافغانان د بهرنی ګټه لپاره مه قتل کوی.سوله ته مخه کړی.قتل کول بند کړی.
الله ج به رزق در رسوی.د قتل کولو څخه علاوه بل کار درته وګوری.

مجاهد

د امریکنیانو د وژلو مخه ځکه کمه شوی چه لمړی یی زمونږ هیواد کی د ګوتو په شمار خلک بیلونران او نهه نوی سلنه یعنی مظلوم اولس یی د فقر او سواد له کچی ښکته کړل ( کوم چه د سرمایداری الحاد تر ټولو لوی استعمار پلان او به خبلو هیوادو کی یی هم عملی کړی او مستعمرو کی یی هم عملی کوی ) وایی چه تا نه یادوم بل می خدای نشته خلک له لوږی عسکر، پولیس او ملیشو ته مراجعه کوی ، که یی سواد او څه پوهه لرلی د لوږی له لاسه خپل مرګ ته به یی… نور لوستل »

انجینر بختور منګل

سلامونه،
پنتګان اعلان کړی چه پنځه میاشتو کی ۹۵۰ملکی افغانان په جنګ کی وژل.دا ۹۵۰ خو رجسترد شوی.
او نور په زرګونو وژل شوی چه رجسترد شوی نه دی،
طالیبان څومره قتل شوی؟ پته یی نشته،عسکر،پولیس.مامورین .ژورنالیستان ،واړه مکتب هلکان څومره قتل شوی ؟هیڅ حساب یی نه دی معلوم،
یو امریکایی کیدای شی هغه هم په کومه سپورتی لوبه کی وژل شوی.
نو زما مطلب دا دی چه دا جګړه کی ټول قتل د افغان ولس کیږی.نوافغان ولس خو مسلمان دی،نو دمسلمان ولس په وړاندی څنګه جهاد دی؟
اوس نو د سوله وخت دی نه د قتل.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x