پاکستان: د «۳۹۳۸» جبري ورک شوو کسانو درک لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جبري ورک شوو کسانو په اړه کمیسیون وايي چې د ټولو ۶،۱۵۶ ورک شوو کسانو له منځه يې د ۳،۹۳۸  درک لګولی دی.

دغه کمیسیون مشر متقاعد قاضي جاوید اقبال چې د پاکستان د حساب ورکونې ادارې مشر هم دی ویلي چې د جون د میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د ټولو ۶،۱۵۶  ورک شوو کسانو له منځه د ۳،۹۳۸  کسانو درک لګولی دی.

ډان ورځپاڼې د راپور پر اساس کمیسیون ویلي چې د جون په میاشت کې يې د ۷۰۲ کسانو اړوند اوریدنې  کړي دي چې ۸۶ یې په پېښور، ۱۲۶ په کوټه، ۲۱۰ په کراچۍ، ۸۶ په لاهور او ۱۹۴ په اسلام اباد کې ترسره شوي دي.

څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي و چې د ټولو ورک شوو کسانو مسوولیت د دولتي ارګانونو پر غاړه نه دی او نه هم له دوی سره دي.

هغه زیاته کړې چې ځينې افراد له وسله والو ډلو سره دي او یا هم د  پاکستان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د