فیسبوک د تاریخ تر ټولو ستره «۵ ملیارده» ډالر جریمه شوی

نن تکی اسیا (شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره ویبپاڼه فیسبوک چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې له یو شمېر ستونزو سره مخ ده یو وار بیا د تاریخ تر ټولو سترې جریمې سره مخ شوې او «۵ ملیارده» امریکایي ډالر جریمه پرې لګیدلې ده.

د راپورونو له مخې د امریکا حکومت له تیرو څو میاشتو راهیسې د فیسبوک د ناوړه چلند، د رازونو او معلوماتو افشا کول او ددې د لوړې بیې په پار فیسبوک ته سزا ورکوي.

د امریکا فدرالي سوداګرۍ کمیسون پر فیسبوک تور لګولی چې د «۸۷» ملیونه فیسبوک کاروونکو معلومات يې استعمال کړي، په دې تور یې پر فیسبوک د نړۍ تر ټولو ستره جریمه چې پنځه ملیارده ډالر دي لګولې ده.

د راپورونو له مخې د امریکا فدرالي سوداګرۍ کمیسون د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د فیسبوک پر وړاندې څیړنې پېل کړې وې، دوی موندلې وه چې فیسبوک د کاروونکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی لرلی دی.

د څیړنو له مخې دغه خبره څرګنده شوې چې په ۲۰۱۱م کال کې د فیسبوک سره د شوې وعدې په سرغړونه کې دوی پرته له کاروونکي خبرولو ددوی معلومات استعمال او غلا کړي دي.

په دې اړه تېر ۲۰۱۸م کال فیسبوک دخپلو تېروتنو او د معلوماتو غلا کول منلي وو او ویلي یې وو چې دوی به ددې په اړه کاروونکو ته خبر ورکوي.

که څه هم پر فیسبوک لګیدلې جریمه د فدرالي سوداګرۍ کمیسون لخوا د تاریخ تر ټولو ستره جرمانه ده خو بلخوا سیاسیون او شنونکو پر دې جریمه نیوکې کړي، دوی زیاتوي چې د معلوماتو د غلا کولو په اساس پر فیسبوک لګیدلې جریمه کمه ده.

پر فیسبوک لګیدلې جریمه ۵ ملیارده ډالر ده چې د فیسبوک د ګټې د څلورمې برخې سره برابر ده، فیسبوک یوازې ۱۵ ملیارده په تېرو څو میاشتو کې عواید لري، دوی تېر ۲۰۱۸م کال ۲۲ ملیارده امریکایي ډالر ګټه کړې ده.

فیسبوک له تېر یو کال راهیسې د یو شمېر تخنیکي ستونزو سره مخ شوی، د فیسبوک په ۱۵کلن تاریخ کې لومړی وار دی چې هیکران دې ته او ددې تر ملکیت لاندې نورو پاڼو ته په بېلا بېل وخت کې لاسرسی مومي او له یو شمېر ستونزو سره مخ کیږي.

د یادونې ده چې د روان کال په پېل (فبروري میاشت) کې هم پر فیسبوک د کاروونکو لخوا د معلوماتو غلا کولو په تور عارضه شوې وه چې له کبله یې ۱ ملیارد امریکایي ډالر جریمه شوی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د