روغتیا

پرته له خوړو د مالګې د استعمال یو شمېر حیرانونکې ګټې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): مالګه یوازینی شی دی چې استعمال یې په خوراکونو کې زیات د اهمیت وړ دی، خو بلخوا ددې ډیر استعمال بیا هلاکونکی هم ثابتیدلای شي.

په دې اړه څیړونکي په یوه خوله دي چې ډيره مالګه د انسان لپاره هلاکونکي ثابتیدلای شي، دماغي سکته، فشار لوړیدل، ذهني کمزورتیا، د ماشومانو وده نه کیدل، ینې ته ستونزې، د زړه ناروغۍ او داسې نور هغه څه دي چې د زیاتې مالګې خوړو له کبله رامنځته کیږي.

دلته د مالګې هغه حیرانونکې ګټې وړاندې کوو چې له خوړو پرته یې ددې څخه پورته کولای شو:

غاښونه مو سپین کړئ

که په غاښونو مو داغونه، ژیړوالی یا توروالی وي د مالګې په واسطه کولای شئ له دې ستونزې ځان وژغورئ، ددې لپاره د غاښونو پر برش نرمه مالګه واچوئ او سوکه سوکه پرې غاښونه ومښئ، یا د غاښونو کریم وهلو نه وروسته مالګه په ګوته واچوئ او غاښونه پرې پاک کړئ، دا نسخه مو غاښونه له داغونو، ژیړوالي یا توروالي څخه ساتي او هم ددې باکتریاوې له منځه وړي، د لا ښه پایلې لپاره په مالګه کې لیمو ګډ کړئ. دغه کار څو څو واره په مسلسل ډول تکرار کړئ.

زړې جامې خپل رنګ ته واړوئ

د مالګې په واسطه کولای شئ هغه جامې چې رنګ یې تغیر شوی وي بیرته خپل رنګ ته واړوئ، ددې لپاره په یوه ستل کې اوبه واچوئ، مالګه په کې ګډه کړئ او زړې جامې ورواچوئ، یا د جامو مینځلو ماشین کې د پيالې څلورمه برخه مالګه واچوئ او جامې په کې پریمنځئ.

د خوشک پوستکي لپاره

مالګه د خوشک پوستکي لپاره غوره بدیل دی، دا بدن کې د وینې جریان هم چټکوي، ددې لپاره له غسل کولو سمدلاسه وروسته چې بدن مو لوند وي مالګه ومښئ، د بدن څخه به مو خوشکوالی لاړ شي او د وینې جریان به مو چټک شي چې د ښې روغتیا لپاره ډیر مهم دی، که چیرې مو بحري مالګه وموندله د هغې استعمال لا ښه نتیجه ورکوي.

ښه او خرابه هګۍ معلومه کړئ

د هګۍ ښې او خرابې معلومولو لپاره ځینې نورې لارې شته خو د مالګې په واسطه هم کولای شئ د هګۍ ښه او خراب معلوم کړئ، ددې لپاره په جیک یا ګیلاس کې اوبه واچوئ او هګۍ په کې کیږدئ، که چیرې دغه هګۍ ډوبه شي جوړه ده او که د اوبو پر سر پاتې شي خرابه ده.

د ویښتانو خوشکي یا پخه ختموي

که چیرې د ویښتانو پخې یا خوشکۍ څخه په تنګ یئ مالګه مو له دغې ستونزې ژغورلای شي، ددې لپاره پر سر د شامپو وهلو نه وړاندې پر سر مالګه واچوئ، او د پنځه دقیقو لپاره یې مالش کړئ بیا په شامپو سر پریمنځئ، په دې سره به مو له سر څخه خوشکي ورکه شي او د ویښتانو په وده او پیاوړولو کې هم مرسته کوي.

د ستوني درد او بلغم نه خلاصون لپاره

په یوه پیاله ګرمو اوبو کې مالګه واچوئ او تر دیرش ثانیو یې په خوله کې غړغړه کړئ، دا کار زیاتره د شپې لخوا مثبته نتیجه ورکوي.

د ماشي چیچلو سوزش اراموي

که چیرې د ماشي چیچل ستاسې لپاره ستونزمن وي او ددې درد، سوزش یا خارښ مو تنګوي، نو په لمده ګوته مالګه راواخلئ او په هغه چیچلي ځای یې ووهئ درد، سوزش او خارښ به مو ښه شي، د مچۍ چیچلو پرمهال هم دغه کار وکړئ.

د بوټانو بوی ختم کړئ

که بوټان مو بد بویي لري ددې لرې کولو لپاره په یوه ټوټه کې مالګه واچوئ، غوټه یې کړئ او په بوټانو کې یې کیږدئ، د بوټانو بدبويي به له منځه ولاړه شي، که په بوټانو کې مالګه واچوئ او د یو ساعت لپاره یې پریږدئ هم بدبویي له منځه ځي.

له میږیانو ژغورل

که مو کور یا خونه یا کوم بل ځای کې میږیان ډیر زیات وي نو په نیم بوتل اوبو کې مالګه ګډه کړئ او پر هغه ځای یې وشیندئ، یا همداسې په هغه ځای یوازې مالګه وشیندئ هم به میږیان وتښتي.

د هوږې او پيازو بوی ختم کړئ

د هوږې یا پیاز پرې کولو نه وروسته لاسونه بوی کوي، ددې حل اسانه دی، خپل لاسونه مو لامده کړئ، په یوځای مالګه واچوئ، په هغې ځای لاسونه ومښئ او بیا یې پریمنځئ بوی به ورک شي.

اوتو پاک کړئ

که چیرې مو د اوتو شا طرف د سوځېدو له کبله سریخناک شوی وي نو اوتو په چټکه درجه کې ولګوئ، له ښه ګرمېدو وروسته په یوه کاغذ یا ټيشو پیپر مالګه واچوئ او اوتو پرې پاک کړئ، یا په هغه کاغذ یا ټوټه ګرم اوتو وګرځوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x