افغانستان

د بادغيس پر امنيه قوماندانۍ د طالبانو بريد لا هم دوام لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د بادغيس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې ددې ولايت په امنيه قومندانۍ نن له غرمې وروسته بريد کړی دی چې جګړه لاهم دوام لري.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې طالب سرتيرو بادغيس پر امنيه قومندانۍ بريد کړی دی چې جګړه لاهم دوام لري او ګڼو دولتي سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1150007585510219776

احمدي ويلي دي چې طالب سرتيري بريد ګر امنيه قومندانۍ ته څېرمه يوې ودانۍ ته ننوتلي دي او له هغه ځایه پر امنيه قومندانۍ بريدونه کوي.

طالبانو ويلي دي چې په دې جګړه کې يې تر اوسه ګڼ دولتي سرتيري وژلي دي خو دولتي مسؤلينو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمی هم منلې چې د بادغيس پر امنيه قومندانۍ د طالبانو له لوري بريد شوی دی او جګړه روانه ده.

بل لور ته بي بي سي په بادغيس کې د يوې سرچينې په حواله ليکلي چې په دغه جګړه کې تر اوسه څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په دې جګړه کې د بادغيس د دريمې حوزې امر يوسف اخګر هم وژل شوی دی.

د بريد په اړه د تازه جزياتو له پاره له مونږ سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x