شعـــــرونه

تازه غزل؛ محمد علي عمري

محمد علي عمري

ساده سړی او ساده کور د سړي څومره خوندکړي
مینه اخلاص دګرانې مور دسړي څومره خوند کړي

د ساده توب خوند په هرشي تردې ځایه وي پروت
په هدیره کې ساده ګور دسړي څومره خوند کړي

پرګودرناستې نجیلۍ نورو لره دا وویل
چي دې پرملا ټینګه کړي زور دسړي څومره خوند کړي

دغم په وخت کې چي دې ودری ترشاه غلیم ته
مورې همدغه رنګه ورور دسړي څومره خوند کړي

چي وي حسینه هم خبرې کړي درمز په ژبه
داسي میرمنه لکه اور دسړي څومره خوند کړي

عمري ستا وزړه ته دغه ارمان ځي اوراځي
وطن پر سوله باندې سپور دسړي څومره خوند کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x