
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند: د افغانستان اوږدمهالې جګړه پای ته رسوم
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند جوبايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د بريا په صورت کې به د افغانستان اوږدمهالې او جنجالي جګړه به پای ته ورسوي او خپل پوځيان به خپلو کورونو ته راستانه کړي.
جوبايډن د عربستان، يمن، سوريې او عراق جګړو د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه او ټينګار يې وکړ، چې امریکا بايد نور له دغه ډول بې ګټو جګړو خپلې پښې سپکې کړي.
جو بايډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما د مرستيال سربېره په ګڼو څوکيو دندې ترسره کړي، د امریکا مخور سياستوال دی او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ټولو سخت سيال دی.
پر افغانستان د امریکايي ايتلاف د بريد په لومړيو کلونو کې به د امریکا او اروپا ټاکنيزو سياليو کې د ترهګرۍ په نوم د جګړې لپاره د خلکو له احساساتو ګټه اخيستل مهم شعارونه وو، خو له تېرو څو کلونو راهيسې دغه دود بدل شوی او د ولسمشريزو ټاکنو هر نوماند د افغانستان جګړې پای ته رسول د ټاکنيزو سياليو لپاره خپل مهم شعار بولي.