نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت په مرکز « ګردېز» ښار کې تېره ورځ نامعلومو کسانو ژورنالست او فعال «نادر شاه صاحبزاده» وژلی.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند « سردارولي تبسم» وايي، صاحبزاده چې له تېرو دریو کلونو راپدیخوا یې د صدای ګردېز تر نامه لاندې په یوه سیمه ييزه راډيو کې کلتوري پروګرام مخته ووړ، تېره ورځ ماښام مهال د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.
د نوموړي په خبره، که څه هم د پېښې مسئولیت تر دې دمه چا نه دی منلی خو پولیسو د پېښې په عاملینو پسې پلټنه پیل کړې.
بل لو رته د یادې سیمه ييزې راډيو یو تن کارکوونکي طلوع نیوز ته ویلي، صاحبزاده د جمعې په ورځ ماښام مهال نادرکه شوی وو چې وروسته یې جسد د امنیتي ځواکونو له لوري په باغ فیر نومي سیمه کې په داسې حال کې وموندل شو چې د تشدد نښې يې په وجود له ورایه ښکارېدې.
له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» د صاحبزاده وژنه غندلې او له پولیسو یې غوښتي څو د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
یاده دې وي، چې صاحبزاده لومړنی ځايي خبریال دی چې په پکتیا کې وژل کېږي.
خبرنګار او صالح هنرمند او صالح مامور او عسکر او معلم باید د هری توری منګولی د حملې څخه په امان وی ځکه دا قشرونه د جبر د فورمول تابع او د هر حاکمیت په درد خوری او ضمناً وولس ته خدمت کوی.
نه داسې نده هر حرکت د خپل سیستم تابع ده ، به فاسد رژیم کې دپاکو عناصرو دخول هم د هغوی دچټلي علت ګرزي او یا به په انزوا کې پاک پاته کیږي ! لکه کوانتن فزیک چې هم دبشر د تباهي لپاره او هم د بشرد سوکالي لپاره استعمالېدلی شی دا ټول د هغه سیاسي سیستم یوه خطي تابع دي !! خو د ژور نالستانو او نورو داسې وژنې د بر بریت نښې دي او دانسانیت له معیارونو څخه لري پاتې دي ! دداسې اشخاصو او وحشي عملونو لپاره تو ر سوری پکارده چې تیر یې کړي او عناصر… نور لوستل »
مونږ هم د ټولو هغو مرګونو مخالف یو چه قران د هغه قتل حکم نه وی کړی . مګر که د خبیثی دموکراسی د قوانینو ، لایحو او معیارونو له مخی یی ارزونه وکړو ، رسنی باید بیطرف او حقایق خلکو ته په امانت ډول ورسوی لکه ډاکتر باید د دوست او دشمن معالجه یو شان وکړی . د نن صبا دموکراسی د بیان ازادی ، ټاکنی او د هغه او دغه د حقوقو دفاع شعارونه زمزمه کوی مګر د بیان ازادی هغی ده چه څوک د دموکراسی تایید او د بل هر څه بد وایی او بد لیکی ،… نور لوستل »