افغانستان

د بادغيس پر امنيه قومندانۍ د طالبانو بريد پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغيس ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت پر امنيه قومندانۍ د طالبانو بريد چې نن غرمه مهال پيل شوی و؛ ماښام پای ته ورسېد.

د بادغيس د والي وياند نجيب الله دادفر رسنيو ته ويلي دي چې دغه بريد چې د درې بريد ګرو له لوري پيل شوی و او پنځه ساعته يې دوام وکړ په نتيجه کې يې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي ویلي دي چې د بريدګرو هدف د ولايت مقام و خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونه لا له وړاندې له بريد څخه خبر وو.

د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ وويل چې بريدګر لومړی په امنيتي سرتيرو ډزې وکړې او له هغې وروسته د والي دفتر ته څېرمه يوه هوټل ته ننوتل او له هغه ځایه يې په دولتي ودانيو بريدونه پيل کړل.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي څو شيبې وړاندې په خپل ټويټر وليکل چې د بادغيس پر امنيه قومندانۍ بريد پای ته رسېدلی دی چې په نتيجه کې يې د پنځو کمانډويانو او د دريمې حوزې د امر يوسف اخګر په ګډون يې ۲۵ عسکر وژلي دي او ګڼ شمير نور عسکر ټپيان شوي دي.

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1150070988941529099

احمدي ويلي دي چې په دې بريد کې دوه تنو طالب سرتيرو برخه اخيستې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دوه بریدګر خو یی تری ژوندی نیولی دی. هغوی وایی چی مونږه ته امر شوی وه چی هر څوک پر مخ درځی ویی وژنی. ماته د کابل بانک د جلال آباد صحنه را یاد شوه څه ښایسته د اسلام پر وصولو جهاد وه هر څوک یی چی پر مخ ورتلل وژل یی. ویډیویی وګوری په یوتوب اوس هم شته.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x