افغانستان

اتمر په ارګ کې د اخلاقي فساد د قضیو څېړنه غوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر «حنیف اتمر» وايي، په ارګ کې د جنسي رشوت او اخلاقي فساد ادعاوې دې د یوه بې طرفه او واک لرونکي کمېسیون له لوري په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دې وروستیو کې د ارګ دننه د اخلاقي فساد راپورونه خپاره شوي، چې په ټولنه کې یې اندېښنې راپیدا کړې خو حکومت له اوږدې مودې تېرېدو وروسته لا هم نه دی توانېدلی څو دا دوسیې وتړي او د خلګو اندېښنو ته ځواب ووايي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د سولې او اعتدال ټیم د دولتي ادارو دننه دا ډول کړنې په کلکه غندي او هیله لري چې حکومت ددې کار د څېړلو لپاره یو ځانګړی کمېسیون وګماري چې وکولای شي یادې دوسیې راوسپړي».

د سولې او اعتدال ټیم وروسته له هغه په دولتي ادارو کې د اخلاقي فساد دوسیو ته د لاسرسي غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د اشرف غني ځانګړي سلاکار په لومړي ځل په ارګ کې له اخلاقي فساد پرده پورته کړه، حبیب الله احمدزی چې اوږده موده په ارګ کې پاتې شوی وو ادعا وکړه چې په اشرف غني راټوله کړۍ د دندې په بدل کې له ښځو جنسي غوښتنې کوي.

د احمدزي د څرګندونو په تعقیب بي بي سي له څو تنو داسې مېرمنو سره مرکې وکړې، چې جنسي غوښتنې ترې شوې وې، ټولو ښځو د اشرف غني لوړپوړي چارواکي او وزیران له دوی څخه په جنسي رشوت غوښتلو تورن کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

جناب اتمر صاحب ! ستاسی په کمونستی نظام کی زنا جرم نه وو ؟اوروسان ته به مو رقاصی ،اواوفاحشی پخپله وروړلی فلمونه ئی وګورئ؟ بیاته ددویم ځل لپاره په همدی بیباکه نظامونو کی استعمال شوی ؟ اودقدرت څښتن هم وی ؟ ولی دی غږ جګ نکړ ؟بل تاد کمیسون دڅیړنو ویلی ،خوکمیسون به دهمدی مفسدینو جوړ شی ؟ لکه ته اوستا ټیم ، چه کومه زړه اوپاکه پاتی وی چه هغه کمیسون چټله کړی ؟ ستاپه شمول ته ماته پدی دیموکراتونظامونو کی یوه پاکه څیره راوښیه اومعرفی کړه بیا زما وعده ده زه به هم تاسره ودریږم ؟ والسلام .

غ.حضرت

اتمر خپله په یو فکری او مزدورانه ژور فساد لړلی کس دی.آیا هغه څوک به د فساد څخه پاک وی کوم چی د بغل په جیب کی ئې د درو لویو استخباراتی دستګاوو جوازسیر او لیسنس پروت دی؟ هغه څوک به منحرف نه بلکه ناروغ وی ( ناروغ ته حرج نسته) کوم چی د (تکبیر ) چیغی ئې په ( هورا ) بدلی سوی وی خو هغه څوک به ډېر خطرناک وی کوم چی د مصلحت او فرصت طلبی له مخی ئې د( هورا) چیغی په( تکبیر ) بدلی سوی دی. اتمر خوشی تود تود کیږی، حرام ده که ئې… نور لوستل »

غوربندي

په ګوتو او قلم مو برکت شه،،

غوربندي

د اتمر سپین سترګي د تعجب وړ ده،،،

په داسې حال کې چې دده څټ خپله ګوبویه دی نباید د ارګ د افتضاح په اړه د څېړنو غږ پورته کړي.

اتمر پرون د همدې ارګ شریک وو،،، نن چې نه دی په دې خاطر چې سبا پکې خدای مکړه حاکم شي،،،

انجینر ظفرخان

اتمر پخپله په ارګ کی وو که ارګ چټل شوی وی نو دی هم په دی چټلی کی لړلی ده اوکه نه وی داسی خبرو نه دی سیاسی ګټه نه اوچتوی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x