په لومړي وار د نړیوال جام ګټلو لپاره سبا ستر جنګ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام خپلولو لپاره به سبا د یکشنبې په ورځ د جولایي په ۱۴مه د دوه داسې لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کیږي چې تر دې دمه یې د نړیوال جام اتلولي نه ده خپله کړې.

د نړیوال جام پایلوبه به د نیوزیلند او انګلستان لوبډلو ترمنځ د لارډز په تاریخي لوبغالي کې ترسره کیږي چې دواړه لوبډلې به د تاریخ جوړولو په بشپړه هڅه کې وي.

انګلستان لوبډلې ۲۷ کاله وروسته د نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلې ده او د پایلوبې ګټلو لپاره د نړیوالو مبصرینو په وینا مدعي او خوښونکي لوبډله ده.

بلخوا نیوزیلند لوبډله چې په ۲۰۱۵م کرېکټ نړیوال جام کې یې پایلوبې ته لار موندلې وه خو د استرالیا لخوا ماتې خوړلو یې د نړیوال جام خوب نیمګړی پاتې کړ.

انګلستان لوبډلې په ۱۹۷۹م، ۱۹۸۷م او ۱۹۹۲م کال نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلې وه خو د ویسټ انډیز، استرالیا او پاکستان څخه یې ماتې خوړلې ده، اوس به خپله څلورمه پایلوبه د نیوزیلند پر وړاندې ترسره کوي.

نیوزیلنډ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له جالبې لوبې وروسته هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او له نړیوال جام څخه یې بهر کړه، بلخوا انګلستان لوبډلې د نړیوال جام مدافع لوبډلې استرالیا ته نیمه پایلوبه کې اسانه ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ که هره لوبډله د نړیوال جام اتلولي ګټي خو د کرېکټ په تاریخ کې به نوې لوبډله د نړیوال جام ګټونکو په لیست کې شاملیږي.

دغه لوبه به د انګلستان توپوهنې او د نیوزیلند توپ اچونې پر وړاندې وي، د انګلستان (ټاپ آرډر) جیسن روی، جوني بیرسټو او جويي روټ په توپوهنه کې د انګلستان لپاره مهم رول لوبولی دی، خو په توپ اچونه کې د نیوزیلند لپاره ټرینټ بولټ، میټ هینري او لوکي فرګوسن ددوی سترې وسلې ثابتې شوي دي.

د نړیوال جام پایلوبې لپاره د موسم په هکله وړاندوینه کیږي چې په اسمان به نیمه وریځ وي خو موسم به وچ او پاک وي، او دواړه لوبډلې به غواړي چې لومړی توپوهنه وکړي او هدف وټاکي تر څو د هدف بشپړولو لپاره مخالف لوبډله تر فشار لاندې وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د