نظــر

ولي بي بي سي په اشرف غني پسې تبلیغات کوي . .!؟

ډاکټر پارسا

بي بي سي راپور نشر کړی چې د اشرف غني د پاچاهۍ په ارګ کې د پت او ناموس مسئله له سختو ګواښونو سره مخامخ ده. وایي د اشرف غني مامورینو، وزیرانو او سلاکارانو له ځانو سره لیوان جوړ کړي او په حکومتي ادارو کې شاملې ښځې په کرار نه پریږدي. دا خبره یوازې بي بي سي نه کوي، بلکې د اشرف غني د اکا زوی جنرال حبیب الله احمدزی، د ارګ کارمنده مریم وردګ او ډیر نور هم همدا ادعا پر ژبه اړوي. مګر اوس چې دا خبره بي بي سي د یوه تحقیقي راپور له مخې په اثبات ورسوله نو د (مفکر نمبر دو) پلویان بي بي سي ته خواشیني دي. د ارګ یو معاشخور چې اوس په ایران کې سفیر ټاکل شوی، نوموړی ته اشرف غني ــ  امان الله او ځان ــ محمود طرزي ښکاريږي او رولا غني ورته ملکه ثریا . . . نوموړی وایي چې بي بي سي په اشرف غني پسې غلط تبلیغات کوي او غواړي دامان الله خان غوندې یې په وړاندې بلوا جوړه کړي. نوموړي دلیل راوړی چې انګلیس د شیطانت مرکز دی، سل کاله پخوا یي د ملکه ثریا جعلي انځورونه فوټوشاپ کړي وو چې هغه کوڅه تر اوسه په لندن کې د فوټوشاپ په کوڅه(!؟) یادیږي.

دغه ښاغلی متقاعد سلاکار دا خبرې په داسې مهال کوي چې خپله یي ډیره موده په کابل او پیښور کې د بي بي سي معاش خوړلی دی. د څنګ ملګري، د اند او ګوند ملګري او ټول فکري انډیولان یې د بي بي سي خبریالان، نطاقان، ډرامه لیکونکي او یا هم نور کارمندان دي. مطلب که ووایو په افغانستان کې د بي بي سي پښتو څنګه جوړه د ده په شان له نیکرپوشو انګریز نمایانو څخه ده. خو له دې سره سره کله چې بي بي سي وروستی راپور نشر کړ نو دی ادعا کوي چې بي بي سي د شیطانت مرکز دی.

سمه ده، ښاغلی سلاکار صاحب! دا خبره که ته نن کوې، موږ سل کاله پخوا لا کوله چې انګریز، انګریزي فکر، انګریزي لباس، انګریزي رواج او د انګریز کلتور شیطاني دی او هیڅکله یې نه منو. خو تاسو وئ چې انګریز مو خپله فکري قبله ټاکلې وه. تاسو وئ چې د انګریز فیلسوفان لکه مارکس، کانت، دیکارت او نور  مو خلکو ته د بشر د ناجیانو په حیث ورپیژندل. تاسو وئ چې د انګریز د الوتکو په سیوري کې مو په خپل ملا او خپل طالب پسې ټوپکې او قلمونه را واخیستل.

پرنګ زاده سیکولره!

موږ ته خو ستاسو مخ او څټ معلوم نه شو. له یوې خوا وایاست چې انګریز د شیطانت مرکز دی او بي بي سي په اشرف غني پسې تبلیغات کوي. بل اړخ په افغانستان کې د انګریزي قانون، فرهنګ او فکر د ترویج او تعمیم ټیکه هم تاسو اخیستې. ملا او طالب خو والله که یا د بي بي سي معاش خوړلی وي او یا به یې د انګریزي فکر او فرهنګ لپاره کار کړی وي. خو همدا ستا په شان ښوی سیکولران او د اشرف غني مریدان دي چې د بي بي سي لپاره چوپړ وهي، همدا اوس یې درښودلی هم شم چې ستا تر ټولو نږدې ملګري د بي بي سي برحاله کارکوونکي دي.

آیا همدا اشرف غني او رولا غني نه ول چې د له ولسمشر کیدو  وروسته یې د لومړنۍ خصوصي مرکې امتیاز بي بي سي ته ورکړ. د بي بي سي خاص خبریالان له لندنه ورته راغلل او په ارګ کې یې ورسره اوږدې مرکې وکړې. هغه وخت چې بي بي سي د خپلو تبلیغاتو په زور له اشرف غني دوهم مفکر جوړاوه، نو خیر خیرت و. نه انګریز د شیطانت مرکز و او نه بي بي سي دروغجنه رسنۍ بلل کیده. مګر اوس چې بي بي سي د اشرف غني لمن په اوږو ورواړوله اوس هر څه سرچپه شول.

د دې وطن د سیکولرانو ټول سرګذشت له همداسې تناقضه ډک دی. د انګریز معاش په خپله خوري خو د انګریز د مزدورۍ الزام په طالبانو لګوي. د هیرامنډیۍ نوم موږ له دوی سیکولرانو واورید او اوس یې بالفعله له ارګه هیرامنډیي جوړه کړه، خو پيغور یې طالب ته ورکوي.

دوی ته دې وویل شي چې که بي بي سي د شیطانت مرکز ده نو ستاسو مسؤلیت دا دی چې سره له نن څخه له دې رسنۍ سره پریکون وکړئ، ټول استعفاوې وړاندې کړئ او کار پریږدئ. خو ګومان مې نه شي چې دغسې وکړئ. ځکه داسې معلومیږي لکه له ازله چې ستاسو روزي  له همدې انګریزي پونډونو او ډالرو څخه مقرره شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

غمي خان، اجمل خان او داسي نور دالري تبليغاتچيان، راشي چيري ورک ياستي، دغني او دعبدالله فاحشي او مرداري اداري ته ژر پرتوګ ورواغوندي, کنه بوي ئي ټوله نړي په سر اخيستي.
لعنت دخداي دوي پر تاسي ټولو بداخلاقو، بي همته، بي عزته او بي شرفه غلامانو، دافغانستان تاريخ مو لکه کړ. کاروان

غمی.پښتین

جوړ په خیر تازه خوشحاله، کاروان ته، د عبدالله جان او غنی جان د فاحشی پرتوګ ازربند پرتوګاښ د ستاسو په لاس کی دی.هغه داسی چه، که چیری جنګ ته ادامه ورکړی نو دا کسان به په قدرت کی پاتی وی،چه په قدرت کی پاتی وی نو د دوی د فاحشی پرتوګاښ به هم خلاص وی.چه ستاسو غاړه هم په نیولی ده. او بل دا چه، که سوله وکړی ملایان به ارګ ته داخل شی،تبلیغ به کوی دا فاحش کسان به څاری د فاحشی پرتوګاښ به بند شی،د ملایانو طالبانو غاړه به هم خلاصه شی،جنګ به هم نه وی موږ… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
ښه پوخ خبری دی وکړ، بارک الله فیک و جزاک الله خیرا. دا بیغرت، بیناموس او مزدور خلک چی ټول ژوند او اعمال یي د همدغسی تناقضات نه ډک دي، اصلا حیا، شرم او انسانیت نه پیژنی او نه یي منی. دوی صرف یو علاج لری او بس. الله تعالی مهربان دی چی دوی سره د محاسبی او بازخواست وخت، ډیر به نه وی پاتی. توکل علی الله سبحانه و تعالی.

جميل

اجمل ! اوس دی د زړه خبره وکړه په رښتيا چی د دين د فدايانو دعاء قنوت زده ده ، خو انتحار هغه کوی چی دعاء قنوت ئی زده نه وی ، داچی تاسی د جهاد او مجاهدينو سره دښمنی لری نو د دعاء قنوت سره هم حساسيت ښکاره کوی او ټولوته دا ښياست چی د الله(ج) په شعائرو ملنډی وهی او بی ايمانه مسلمان ياست . د دنيا و خلقت لږ ځير شی ، کوښښ وکړی چی قرانکريم او نبوی احاديث ولولی ګوندی اللهُ تعالی د توبی کولو همت درکړی او توبه مو ومنل شی ، و به وينی… نور لوستل »

غ.حضرت

هیله ده چی د بی بی سی او انګرېز د شیطنت اعتراف د ټولو اړخونو لخوا د زړه له کومی یو اعتراف وی نه دا چی فقط د ځان د تطهیر یا مخالف لوری د تضریب لپاره یو مصلحتی اعتراف وی.

الحاج استاذ بیانزی

اصلا دا خبره چه بی بی سی د ارګ د جنسی اړیکو خبری ولی بربنډی کړی ، دا د غنی او ارګ په ضد د بیبی سی تبلیغات نه بلکه دغنی او رولا غنی ستاینه ده او د هغوی د ۱۸ کلو لاسته راوړنه یی یادوی ، د انګریزانو او امریکایانو د اشغال د اهداقو یو هدف هم داچه افغانی ټولنه له اسلام او اسلامی اخلاقو جلا کړی پیایی په اسانه مهارولی او استثمارولی شی . امریکایان او اروپایان د نظم نوین جهانی د دموکراسی د اصولو لاندی زوند لری نظم نوین جهانی هڅه لری چه د انسانانو د نفوس… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

د حق تبصره کونکو ګرانو ورونو!د کابل اداری بنسټ په فحشا جوړ، او اوس چت ته ورسید.او په دې کار کی د لبنان د هیرامنډي نامتو رنډی ښه په ځخاستو کار وکړ او ډیر په تلوار سره یې،دا د بی ننګی،بی عزتی او ذلالت تعمیر جوړ ګړ.د بی ننګو ګوډاګیانو اتلس کلن لاسته راوړني.

پتنګ

دغه ټولې اپړې دوپړې دي او حقیقت ندي ! دملکې سورایا د هغه وخت داسې لوڅ عکسونه لکه د هندۍ رقاسې د برلین المان په تاریخي موزیم کې ځړیږي او هم دامانالله خان عکسونه ! او هر څوک یې لیدی شي ! زما سوال دادی چې دا خلق انسانان نه وجدان لري ، نه عقل نه شعور هسې پیدا شوي حیواني لنډغر ان دي او داسې احما قت په توان دڅلورو دی !!! په هغه وخت کې نو پوتو شاپ چيرې وو ؟؟؟ او هغه عکسونه خو دبرلین په تاریخي موزیم کې ځړیږي ؟؟ نالت په داسې فاسدینو ْ! امان… نور لوستل »

احمد

داكتر پارسا صاحب ژوند ژوند ژوند كور دي ودان په قلم ژبه دي بركت شه خو په شرميږ‎ی نه دويم ليوني او ملگری يي

جميل

د محترم بيانزی صاحب د تبصری په پوره تائيد سره . انګريزانو په ډير مهارت سره طرزی افغانستان ته راوست او د هغه د لور په واسطه يی نازولی امان الله خان مهار کړ ، امان الله خپل پلار وواژه او کفر ته يی مخه کړه ، هغو مجاهدينو چی د آزادی په اخيستو کی يی مهمه ونډه درلودل ټوله يی يا ووژل يايی بنديان کړل او ياهم مهاجر ، د امان الله او د ښځی عکسونو ته هغه فوټو شاپ وويل شول چی د د شاهی نوره ختمه وه . انګريزانو همدا پلان بيا په نادرشاه عملی کړ خو… نور لوستل »

اجمل

درست د وفرمایل جمیل صیب، خو کله کله ډیر جدی کیږی.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx