طالبان: کندهار کې عام خلک د طالبانو په نامه نيول شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار والي هغه ادعا رد کړې ده چې په دې ولایت کې يې د طالبانو څلوېښت کسيزه ډله نيولې ده.

د کندهار والي حيات الله حيات تيره ورځ رسنيو ته وويل چې د طالبانو هغه څلويښت کسيزه ډله يې نيولې ده چې له تيرې څه مودې راهيسې يې د کندهار په بيلابيلو ولسواليو کې فعاليت کاوه چې د ملي امنيت له لوري ونيول شول خو طالبانو د والي دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي چې د کندهار- بولدک په لويه لاره نيول شوي څلويښت تنه طالبان نه دي او د مختلفو سيمو عام مسافر د چې له طالبانو سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.

له کندهار څخه يوې سرچينې نن ټکي اسيا ته ویلي دي چې په دې وروستيو کې د کندهار د والي په امر عام خلک د طالبانو په نامه نيول کيږي او زنداني کيږي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې کندهار ته د حيات الله حيات په ورتګ سره تر دې وړاندې هم ډېری عام خلک د طالب په نامه ځورول شوي او زنداني شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د