میدان وردګ:ګډو ځواکونو د څلورو وروڼو په ګډون «۷» تنه عام وګړي وژلي/انځورونه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل):د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍپه څلور کلیو باندې د ګډ وځواکونو د چاپې په پایله کې له درانه مالي زیان سره، سره «۱۵» تنه هم وژل شوي.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چاپه تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په لاغریو، کمال خېلو، چوپان او بلندخېلو کلیو باندې اچول شوې چې په پایله کې یې د ۸ تنو طالب جنګیالیو په ګډون ۷ تنه عام وګړي وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو عامو وګړو کې څلور وروڼه او دوه نور میلمانه شامل دي چې په ډېر وحشت سره وژل شوي.

د سرچینې په خبره، له دې سره، سره ګډو ځواکونو د خلګو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، موټرسایکل او موټرونو ته یې اور ورته کړی او په یو شمېر کورونو کې یې د تلاشي په مهال څاروي هم ویشتلي.

یاده دې وي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې په وردګو ولایت کې د ګډو ځواکونو په چاپو کې تر ۱۶ زیات عام وګړي وژل شوي، خو هیڅ حکومتي ارګان یې په تړاو ځان پړ نه دی بللی او نه یې هم د قربانیانو له کورو سره خواخوږي ښودلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

الله اکبر
یا الله ته ظالمان تباه او برباد کړی.

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

یاالله د ظالم د ظلم څخه زما مظلوم ملت په امان کې وساتې