سروې: نږدې پنځوس سلنه افغانان په ټاکنو باور نه لري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): نږدې پنځوس سلنه افغانان په ټاکنيز بهير او ټاکنو باور نه لري او د ټاکنو له لارې د نظام بدلون ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان «د تحقیق او تحلیل مرکز» په خپلې تازه سروې کې ويلي، نږدې پنځوس سلنه افغانان په ټاکنو باور نه لري او نه يې هم تر اوسه د رايې  اچونې پرېکړه کړې ده.

دغه څېړنيز مرکز ویلي د هېواد په ۳۱ ولايتونو کې يې له ۲۴۵۰ کسانو سره د ټيليفون له لارې مرکې کړي او د راتلونکو  ټاکنو په اړه يې له هغوی نظرونه غوښتي، خو د سروې له مخې نږدې پنځوس سلنه افغانان په ټاکنو باور نه لري.

په دغه سروې کې ډېری ګډون کوونکي د پلازمېنې کابل، هرات، مزارشریف او جلال اباد ښار اوسېدونکي دي.

د سروې له مخې ۴۰ سلنه بزګران، ۴۱ سلنه نادولتي کارکوونکي، ۴۵ سلنه حکومتي کارمندان، ۳۴ سلنه سوداګر او ۳۸ سلنه بې دندو خلکو په راتلونکو ټاکنو بې باوري ښودلې او نه غواړي، په راتلونکو ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.

د تحقیق او تحلیل مرکز دا سروې په داسې حال کې کړې، چې د پارلماني ټاکنو پايلې له پراخو جنجالونو او ناندريو شاوخوا اته مياشتې وروسته راووتې او د ولسمشريزو ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د  راپورونو له مخې ډېری افغانان د  ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو له امله هم په ټاکنيز بهير بې باوره شوي دي؛ ځکه هغه مهال هم د دوه ځل ټاکنو سربېره، چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ ټاکنيز کړکېچ مخ پر زياتېدو و؛ د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري راغی او دواړه کانديدان يې په ګډ حکومت سره راضي کړل او تېر پنځه کاله د افغانستان حکومت د اشرف غني او عبدالله ترمنځ پنځوس پنځوس سلنه تقسیم روان و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د