afghan-Police-ambulance

بغلان کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت چارواکي وايي ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي دي.

د بغلان د والي وياند جاوېد بشارت ويلي، تېره ورځ ماسپښين ناوخته د پوليسو هاموی موټر په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې روان و، چې د سړک د غاړې د ماين ښکار شو او پنځه پوليس يې ووژل.

د بغلان ولايت چارواکو د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د چاودنې مسؤوليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی جنګياليو د ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د پوليسو پر کتار برید کړی، چې له امله يې يو ټانک ويجاړ، پنځه پوليس وژل شوي او دوه يې ژوندي د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په بغلان ولایت کې د طالبانو بريدونه او پرمختګونه زيات شوي او له تېرو مياشتو راهيسې په دغه ولایت کې سلګونو عسکرو، پولیسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د