د ګلیکسي «نوټ ۱۰» مبایل رسمي عکسونه افشا شول – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د سویلي کوریا کمپنۍ سامسنګ له مشهورو او سترو ځیرک مبایلونو څخه یې یو د «نوټ» سیریز دی چې په هر نوي مبایل کې یې یو شمېر حیرانونکې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي وي.

د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې سامسنګ کمپنۍ د یاد سیریز نهم «نوټ ۹» وړاندې کړی و چې حیرانونکې او په زړه پورې ځانګړتیاوې یې درلودې.

اوس سامسنګ په پام کې لري چې راتلونکې اګست میاشت کې د نوټ سیریز لسم مبایل هم د نړیوالو پرمخ وړاندې کیږي، ددغې مبایل عکسونه په رسمي ډول وړاندې شوي دي، دا به ددې سیریز لومړی مبایل وي چې په دوه نسخو کې به وړاندې شي.

که څه هم د نوټ ټین مبایل عکسونه پخوا افشا شوي وو خو اوس یوې جرمنۍ ویبپاڼې (ون فیوچر) ددې مبایل وروستی ډیزاین او عکسونه افشا کړي دي، دغه ډیزاین د هماغې پخواني افشا شویو عکسونو په ډول دی، خو د ډیزاین په هکله ویل کیږي چې د چینایي کمپنۍ هوواوې څخه په اغیز جوړ شوی دی.

Galaxy Note10+ rendersGalaxy Note10+ rendersGalaxy Note10+ rendersGalaxy Note10+ rendersGalaxy Note10+ rendersGalaxy Note10+ rendersGalaxy Note10

 

 

د یادې ویبپاڼې د راپور سره سم دغه عکسونه سامسنګ کمپنۍ د رسمي سوداګریز هدف لپاره چمتو کړي دي، دا مبایل په دوه نسخو (نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس) کې وړاندې کیږي.

په لومړي وار په نوټ سیریز کې شاخوا ته د درې کامرو ځانګړتیا وړاندې کیږي، همدا ډول ددې مبایل په دویمه نسخه «نوټ ۱۰ پلس» کې به شاخوا ته څلور کامرې ورکړل شي، چې یوه کامره به یې د 3D ټایم آف لایټ سنسر ولري.

همدا ډول د سیلفي کامره یې د سامسنګ ایس ۱۰ په څېر د څنګ پر ځای په منځ کې لګول شوې ده، او فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ یې په سکرین کې نصب شوی دی.

په دې مبایل کې یوه نوې ځانګړتیا دا ده چې د شاخوا باډي یې په بېلا بېلو رنګونو جوړه شوې، دغه ځانګړتیا زیاتره د هوواوې په مبایلونو کې لیدل کیږي، خو اوس به په لومړي وار په سامسنګ مبایل کې هم ولیدل شي.

Image result for galaxy note 10

سامسنګ ګلیکسي نوټ ۱۰ به د اګست میاشتې په ۷مه نېټه رسمي د سامسنګ کمپنۍ لخوا د امریکا په نیو یارک ښار کې د یوه ستر نندارتون له مخې د نړیوالو پر مخ وړاندې شي.

 

د بېلا بېلو راپورونو پر اساس دغه مبایل ۶.۷۵ انچه سکرین لري، خو په نوټ ۱۰ پلس کې به ۶.۳ انچه ډیسپلی ورکول شي، ویل کیږي چې په دې کې د ۴۵ واټه چټک سرعت چارجنګ ځای پرځای کیږي، چې یوه غوره ځانګړتیا به وي.

سربېره پر دې ویل کیږي چې د سپر امولیډ ډیسپلی ترڅنګ په دغه مبایل کې ۹۸۲۸ پراسیسر یا د سنیپ ډراګون ۸۵۵ پراسیسر ورکول شي.

Image result for galaxy note 10

د سامسنګ کمپنۍ نوټ مبایل له ځانه سره د قلم په ډول پین لري چې په واسطه یې کولای شي د ګوتو پرځای په هغې مبایل استعمال کړئ، ددې مبایل په نوټ ۹ سیریز کې ددغه پین نورې یو شمېر ځانګړتیاوې هم وې چې ښایي په نوټ ۱۰ مبایل کې نور هم پرمختګ وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د