یو وږی انګور په «۱۱۰۰۰» ډالر پلورل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): جاپان هېواد کې د ځانګړي نسل یو وږی انګور په ۱۱زره امریکایي ډالره چې ۹ لکه افغانۍ کیږي پلورل شوي دي.

دغه سور رنګه انګور روبي رومن انګور (Ruby Roman) نومیږي او په ځانګړي ډول کرل کیږي.

په دې اړه د نادره انګورو بولي لګېدلې وه چې یو جاپاني سوداګر «تاکشي هوسوکاوا» په ۱۱۰۰۰ ډالر سترو پيسو واخیستل.

په دغه وږي کې ۲۴ دانې انګور دي چې د هرې یوې انګور دانې بیه ۴۵۸ امریکایي ډالر ده، دا په دې معنا چې یوه دانه انګور په ۳۷۰۰۰ افغانۍ پلور شوی دی.

یاده دې وي چې دغه ډول انګور ۱۲ کاله وروسته د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شول، له دې وړاندې په لومړي وار په ۲۰۰۸م کال کې وړاندې شوي وو.

ددغې انګورو ځانګړتیا داده چې د نورو په پرتله خواږه، ډیرې اوبه او لږ تیزابیت لرونکې دي، دغه انګور ډیر نادر او کم موندل کیږي، همدا لامل دی چې دومره ستره بیه لري.

Related image

دغه انګور د خوړلو پرځای په عام ډول د ډالۍ په ډول وړاندې کیږي او د سوداګریز مشهورتیا لپاره هم استعمالیږي، جاپان کې د ګران بیه میوې سمبولونو په ډول هم دغه ډول میوې استعمالیږي.

له دې وړاندې جاپان هېواد کې د زړه په بڼه سټرابري او څلور کونجه هندوانې کرل شوې وې چې بیې اسمان سره خبرې کولې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د