د ميدان وردګو وحشت ته!

فضل باري مشفق

تسلسل د ماتمونو
د بمبار او د بمونو
تور لښکر د يرغلګرو
ګډ په کلو او کورونو
مدرسې شولې شهيدې
قيامت جوړ په جوماتونو
توره شپه ده او چاپه ده
په ولس د غم څپه ده

پلار شهيد بچی شهيد دی
د نيکه لمسی شهيد دی
جوړه سمه کربلا ده
په هر کور کې واويلا ده
مور د ځوان زوی سرته ناسته
او بچي يې شهيدان دي
يو دوه نه دي، درې څلور دي
څه غمي يې شهيدان دي
د درد کړيکه يې په زړه ده
په ولس د غم څپه ده

نه لومړۍ ده نه وروستۍ ده
له مودو نه دا لړۍ ده
هره شپه په هره سیمه
د وحشت خپره سيلۍ ده
ماشومان او ښځې مړه شول
او د ځوان سينه بخۍ ده
جنازې دي هديره ده
په ولس د غم څپه ده

که ودرګ که ننګرهار دی
که بغلان که کندهار دی
هلمند سور دی په سرو وينو
وطن ټول پرهار پرهار دی
دا جنت وطن مې خدایه
راته سور لکه انګار دی
د کافر دښمن له لاسه
وطن ټول لمبه لمبه ده
په ولس د غم څپه ده

حاکمان سړي خواره دي
د پردو خدمت کې مړه دي
زه که مرمه پروا نشته
خو پرديو ته خواږه دي
پاچا خدای دې زر کلن کړه
په خپل حال دې رب غمجن کړه
چې احساس درته لږ وشي
د شهيدو ماشومانو
د سپين ږيرو او ځوانانو
او د کونډو يتيمانو
دوست مو نه يې ته غدار يې
چې ملګری د اغيار يې
دښمنې دې مونږ سره ده
په ولس د غم څپه ده

نور به څه ليکم مشفقه
دې وحشت او جنايت ته
بس ځان سپارو لوی الله ته
يم حيران دغه حالت ته
هره ورځ زه وژل کيږم
او په خپل کور کې کړيږم
نه مې څوک پريږدي ژوندون ته
نه راحت او نه سکون ته
له هرچا جوړه بلا ده
دلته ميشته امريکا ده
زما ګران هيواد اشغال دی
ځکه بد زمونږه حال دی
څه ترخه زمونږ کيسه ده
په ولس د غم څپه ده

۱۳۹۸/سرطان/۲۳

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اختر محمد
میلمه
اختر محمد

افرین دمور شیدی دی شه